تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برېښنايي ږمنځ: چینایي څېړونکو ادعا کړې د تللو وېښتو "اغېزناکه درملنه" یې موندلې
چینایي څېړونکو د داسې یوې 'برېښنايي ږمنځې' د جوړولو ادعا کړې چې د دوی په وینا د ارثي پکوالي په درملنه کې مرسته کولی شي.
دا څېړنه د بیهانګ پوهنتون او نورو چینایي ادارو لخوا ترسره شوې، او پایلې یې د نومبر ۳مه د نیچر کمیونیکیشنز په نوم علمي مجله کې خپرې شوې دي.
څیړونکو دې ږمنځې ته 'ډی ټینګل' نوم ورکړی او وايي دا نوم د 'ټینګلډ' فلم څخه الهام اخیستی دی. ټینګلډ یو انیمیشن فلم دی چې په ۲۰۱۰ کال کې خپور شو او اصلي کرکټر یې غیر معمولي اوږده ویښتان لري.
میراثي پکوالي ته په ساینسي ژبه کې 'انډروجینټیک الوپیسیا (اې جي اې)' وايي او دا د ګنجیتوب تر ټولو عام ډول ګڼل کېږي. په دې کې، ویښتان په تدریجي ډول په تویېدو پیل کوي.
که څه هم پکوالی روغتیایي اغېزې نه لري، خو دا حالت کولی شي پر اغېزمنو شویو کسانو، په ځانګړي ډول پر مېرمنو او ځوانانو رواني او ټولنیز اغېزې ولري.
په نیچر کمیونیکیشنز مجله کې خپره شوې څېړنه وايي، په ټوله نړۍ کې له یو نیم تر دوه میلیاردو انسانان پر ارثي پکوالی اخته دي.
په دې حالت کې، د ویښتانو فولیکونه په تدریجي ډول کمزوري او کمېږي، چې په پایله کې یې نري کېږي او پای کې تویېږي.
څېړونکي ادعا کوي، د پکوالي لپاره د اوسنيو درملنو یوه ستونزه دا ده چې ځینې درمل پر ټول بدن اغېزه کوي، په داسې حال کې هغه درمل چې په سر کې کارول کېږي ډېری وختونه د ویښتو فولیکونو ته په اړین اندازه نه رسېږي.
د څېړونکو په وینا، د ارثي پکوالي درملنې بله طریقه دا ده چې درمل د وړو ستنو له لارې پوستکي ته رسول کېږي. خو د دوی د ادعا له مخې، دا طریقه ښايي پوستکي او د ویښتو فولیکونو ته زیان ورسوي او د سر په ډېرو برخو کې یې کارول اسانه هم نه دي.
د څېړونکو په وینا، د تللو وېښتو په درملنه کې اصلي ننګونه دا ده چې څنګه د ویښتانو د ودې لپاره کارول شوي درمل په خوندي او اغېزناکه توګه د ویښتانو ریښو ته ورسول شي.
له همدې امله دوی هڅه وکړه، یوه داسې وسیله جوړه کړي چې دوی ادعا کوي دا مواد مستقیم د ویښتانو ریښو ته ورسوي. دوی دا هم روښانه کړه چې په دې څېړنې کې ترلاسه شوې پایلې پر انسانانو کې نه، بلکې پر موږکانو ترلاسه شوي چې له پکوالي ځورېږي.
برېښنايي ږمنځ څنګه کار کوي؟
د دې ږمنځې غاښونه په برېښنايي الکترودونو سمبال دي، معنا دا چې نرۍ فلزي برخې چې برېښنا لېږدوي.
د څېړونکو په وینا، 'ډیټینګل' د عادي ږمنځو په څېر ښکاري او دا چې غاښونه یې کله د ویښتو له منځه تېرېږي، په سر کې نسبتا قوي برېښنایی ساحه رامنځته کوي.
په ټوله کې، که برېښنایی ساحه د یو نه لیدونکي برېښنایی ځواک په توګه وګڼو، چې د پوټکي دننه پر حجرو اغېزه کوي.
د څیړنې له مخې، د دې برېښنایی ساحې یوه دنده د ویښتو کمزورو ریښو بیا فعالولو کې مرسته ده. دویمه دنده یې د ویښتو د ودې لپاره کارول شوي مواد د پوستکي ژورو ته رسول دي، چې معمولا د پوټکي پر مخ پاتې کېږي.
دوی د موادو دوه ټکو ته اشاره کوي چې د ویښتو ودې ښه کولو لپاره کارول شوي. یو یې د ویښتو ریښو ته د وینې رسولو د زیاتولو لپاره کارېدل او بل یې د ویښتو له لاسه ورکولو سره د تړلي بیولوژیکي بهیر کمولو لپاره کارول شوی و.
د څېړونکو په وینا، د ږمنځې ځینې غاښونه د پنسل د نوک په څېر دي. کله چې ږمنځ پر سر باندې وهل کېږي، غاښونه یې دا مواد خوشې کوي، په داسې حال کې چې برېښنایی ساحه یې د ویښتو ریښو ته په رسولو کې مرسته کوي.
څېړونکي وايي چې د سر پوستکی او د حجرو بهرنۍ طبقه معمولا د بهرنیو موادو د ننوتلو مخه نیسي. چې د ږمنخې له لارې رامنځته شوې برېښنایی ساحه د حجرو په بهرنۍ طبقه کې یو ډېر کوچنی او لنډمهاله بدلون رامنځته کېدو له لارې د درملنې لپاره اړینو موادو ته اجازه ورکوي.
تر دې بهیر وروسته، حجرې بېرته خپل عادي حالت ته ورګرځي.
څېړنه ادعا کوي، د کمپیوټري ماډلونو او پر موږکانو تجربو دې پایلې ته رسېدلي، چې دا سیسټم کولی شي د درملنې لپاره اړین مواد د پوستکي دننه شاوخوا ۶۶۰ مایکرو میټره ژوروالي ته ورسوي، په داسې حال کې چې د بهرني په دودیز استعمال کې دا ژوروالی شاوخوا ۷۴ مایکرو میټره دی. د څېړونکو په وینا، دا توپیر د ویښتو ریښو ته د درملنې موادو رسول ډېر اغیزمنوي.
څېړنه دا ادعا هم کوي، دا درملنه د ریښو شاوخوا ته د وینې رسول ښه کوي او هغه بیولوژیکي عوامل، چې باور دی د ویښتو توېېدو لامل کېږي سره تړاو لري.
د څېړونکي په وینا، کله چې په مناسبه اندازه وینه، اکسیجن او مغذي مواد د ویښتو ریښو ته ورسېږي، ښايي وده یې ښه شي.
خو څېړنه دا هم څرګندوي چې دا پایلې اوس مهال پر ګنجي شويو موږکانو تجربو څخه ترلاسه شوي، نه انسانانو.
د څېړنو په بهیر کې، څېړونکو پک شوي موږکان په مختلفو ډلو وویشل. ځینو ته یې یوازې دودیز درمل ورکړل شول، ځینو ته یوازې برېښنایی خوځونکي، په داسې حال کې چې ځینو ته یې دواړه ورکړل، چې له برېښنایی محرک سره د ویښتو وده کې مرسته کوي.
د څېړونکو په وینا، له بریښنایی محرک سره هم یوازې یو څه ښه والی لیدل شوی، خو غوره پایلې هغه وخت ترلاسه شوې، چې بریښنایی محرک او د ویښتو ودې عملیې یوځای وکارول شول.
د دوی په وینا، د درملنې د دې ګډې لارې نويو ویښتانو نسبتا ګړندۍ وده کړې، په داسې حال کې چې د وخت په تېرېدو، د ویښتو د ریښو شمېر، پنډوالی یا ضخامت او عمومي حالت هم ښه شوی.
د څېړنې په بهیر کې، څېړونکو د ژویو پوستکي او د بدن نورې برخې هم معاینه کړې. چې په وینا یې، دوی هېڅ داسې شواهد ونه موندل چې دا درملنه دې د څارویو نورو غړو ته د پام وړ زیان اړولی وي.
د دې معلومولو لپاره به نورو کلینیکي ازموینو ته اړتیا وي چې دا ږمنځ د انسانانو لپاره څومره اغېزمنه او خوندي ده.