مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د مایکروسافټ یوې لویې نړیوالې تخنیکي ستونزې د دغه شرکت ګڼ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي او ځینې خدمتونه یې په بشپړه توګه له کاره غورځولي دي. په اغېزمنو خدمتونو کې برېښنالیکونه او د مصنوعي ځیرکتیا محصولات هم دي.

مایکروسافټ ویلي، چې دا ستونزه د سایبري امنیتي برید له امله نه ده رامنځته شوې، خو د ستونزې د حل لپاره یې تر اوسه هڅې تر ډېره نه دي بریالۍ شوې.

دلته هغه معلومات راټول شوي، چې د اغېزمنو خدمتونو او د رامنځته شوې ستونزې په اړه تر اوسه معلوم شوي دي.

څه پېښ شوي دي؟

د مایکروسافټ ۳۶۵ (Microsoft 365) خدمتونه، چې ټیمز (Teams)، اوټ‌لوک (Outlook) او د دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا سافټویر کوپایلټ (Copilot) هم پکې شامل دي، د "اړیکو او نښلېدو له ستونزو" سره مخ شوي دي.

پېرودونکي د دغو خدمتونو د لاسرسي په برخه کې د بېلابېلو کچو ستونزې راپوروي.

ډېری کاروونکي نه دي توانېدلي چې برېښنالیکونه ولېږي یا ترلاسه کړي، ځینې فایلونه وګوري او یا هم د کلیزې په اپلېکېشنونو کې خپل معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

خو ځینې کاروونکي بیا توانېدلي چې له ټیمز کار واخلي او د پیغامونو لېږلو او انلاین غونډو د ترسره کولو خدمتونه یې له کومې ستونزې پرته کارولي دي.

څومره کسان اغېزمن شوي دي؟

د مایکروسافټ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، له ۴۳۰ میلیونو ډېر کسان د دغه شرکت د مایکروسافټ ۳۶۵ اپلېکېشنونه کاروي.

د دې تخنیکي ستونزې بشپړه کچه لا نه ده معلومه، خو د ستونزو د څارنې وېب‌پاڼې "ډاون‌ډېټېکټر" (Downdetector) د پنجشنبې په ماښام له ۷۴ هېوادونو شاوخوا ۱۴۰ زره کسانو د اوټلوک د ستونزو راپور ورکړی دی.

احتمال شته چې د اغېزمنو کسانو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ وي، ځکه ډاون‌ډېټېکټر تر ډېره د کاروونکو پر هغو راپورونو تکیه کوي، چې هغوی یې په خپله ثبتوي.

د مایکروسافټ ۳۶۵ خدمتونه په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو شرکتونو له خوا هم کارول کېږي او تمه کېږي چې د دې ستونزې اغېز نورو خدمتونو ته هم وغځېږي.

د ټکنالوژۍ دوو سترو شرکتونو، اوپن‌ای‌آی (OpenAI) او انتروپیک (Anthropic) هم د دغې ستونزې له امله د خپلو خدمتونو د اغېزمنېدو راپور ورکړی دی.

د چټ‌جي‌پي‌ټي جوړوونکي شرکت اوپن‌اې‌ای ویلي، چې د مایکروسافټ له خدمتونو سره د دوی د اړیکو یوه ستونزه څېړي، چې له امله یې ځینې وسایل او امکانات د تمې خلاف کار کوي.

د سنګاپور حکومت او د اسټرالیا استخباراتي ادارې په ګډون یو شمېر دولتي ادارو او خدمتونو هم ویلي، چې د دغې ستونزې له امله اغېزمن شوي دي.

په ټوله بریتانیا کې د کورنیو ډاکټرانو (GP) کلینیکونه، درملتونونه، د پولیسو ادارې او ښوونځي هم له دې ستونزې اغېزمن شوي دي.

د کورنیو ډاکټرانو ځینو کلینیکونو له ناروغانو غوښتي، چې تر هغه وخته پورې د دوی د وېب‌پاڼو له لارې پیغامونه نه لېږي، څو چې دا ستونزه حل شوې نه وي.

همدارنګه د پولیسو څو لویو ادارو له خلکو غوښتي، چې که غواړي د کومې پېښې راپور ورکړي، نو د وېب‌پاڼو پر ځای دې د ټیلیفون له لارې اړیکه ورسره ونیسي.

مایکروسافټ څه ویلي دي؟

مایکروسافټ د سایبري برید احتمال رد کړی او د روانې تخنیکي ستونزې لامل یې پر خپل تخنیکي جوړښت د "ډېر بار" (Elevated Load) رامنځته کېدل بللي دي.

دا اصطلاح هغه مهال کارول کېږي، چې سرورونه د معمول په پرتله له ډېر فشار او د معلوماتو له زیات حجم سره مخ شي.

مایکروسافټ ویلي، د دې ستونزې پر مهال د دغه شرکت ګڼ شمېر سرورونه "په ناڅاپي ډول له لاسرسي وتلي" دي، چې له امله یې د معلوماتو او انټرنېټي غوښتنو ترافیک پاتې سرورونو ته لېږدول شوی او پر هغو یې فشار زیات کړی دی.

مایکروسافټ د جمعې په سهار ویلي، چې د وضعیت د باثباته کېدو لومړنۍ نښې لیدل کېږي، خو د خدمتونو ظرفیت لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

د ټکنالوژۍ دغه شرکت په یوه پخوانۍ اعلامیه کې ویلي وو، چې د ستونزې د حل لپاره یې ترسره شوې هڅې د تمې مطابق پایله نه ده ورکړې.

کارپوهانو څه ویلي دي؟

د سایبري امنیت اسټرالیایي کارپوه ټرای هنټ له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې د مایکروسافټ دغه تخنیکي ستونزه ښايي پراخې او لرې‌غځېدونکې پایلې ولري.

هغه ویلي: "مایکروسافټ د انټرنېټ د بنسټیز جوړښت یوه ډېره مهمه برخه ده او دا ستونزه موږ ته را یادوي، چې برېښنالیک لا هم څومره مهم دی.

دغه ستونزه نه یوازې د ډېرو خلکو د کار کولو وړتیا اغېزمنوي، بلکې د ملاقاتونو او وختونو په اړه د اړیکو نیولو، د هغو توکو پېرلو چې تایید ته اړتیا لري، او د حسابونو او خدمتونو د جوړولو یا لاسرسي وړتیا هم له ستونزو سره مخ کوي."

ګیرګلي اوروس، چې د سکایپ او اوبر په ګډون یې په څو سترو ټکنالوژیکي شرکتونو کې د سافټویر د مخکښ انجنیر په توګه کار کړی، ویلي چې دا ښايي "د سوداګریزو برېښنالیکونو په تاریخ کې تر ټولو ډېر ګډوډوونکی اختلال" وي.

هغه ویلي، چې لا هم دا معلومول ستونزمن دي، چې د دغې ستونزې له امله په دقیقه توګه څومره کسان اغېزمن شوي دي، خو زیاته کړې یې ده چې دی د سوداګریزو برېښنالیکونو په برخه کې د داسې کوم اختلال یادونه نه شي کولای، چې د عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو لپاره یې دومره ډېر وخت نیولی وي.

د نیوزیلنډ مېشتې مشورتي کمپنۍ "ګوریلا ټکنالوژۍ" (Gorilla Technology) استازي پاول سپېن ویلي، چې د برېښنالیکونو او نورو خدمتونو د له کاره لوېدو له امله شرکتونو په عملي توګه "د یوې کاري ورځې فرصت له لاسه ورکړی" دی، چې د کاروونکو لپاره د نارضایتۍ او خپګان لامل شوی دی.