کرینه کپور د "آیت الکرسۍ هار" په غاړه کولو له امله له څه جنجال سره مخ شوې؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د هندۍ سینما وتلې فلمي ستورې کرینه کپور خان د هندوانو په یوه مذهبي جشن کې د زمرودو هغه هار په غاړه کړی و چې آیت الکرسي پرې کښل شوې او اوس له نیوکو سره مخامخ ده.

هغې دغه ۳۰ قیراطه زرغون هار د هندوانو په (دیوالي) جشن کې په غاړه کړی و او له خپل مسلمان مېړه سیف علي خان سره یې عکسونه پرخپل انسټاګرام خپاره کړي وو.

اوس د هند په مدیا پردېش ایالت کې د کانګرېس کمېټې ویاند او ځوان سیاسي فعال عباس حفيظ خان هغې ته یو قانوني خبرداری لېږلی او اعتراض یې کړی چې باید د قرآن شریف دغه آیت په داسې ډول نه وای کارول شوی.

له کرینه کپور یې همداراز غوښتنه کړې چې له دغه هار یا غاړکۍ سره اخیستل شوي عکسونه او ویډيوګانې له خپلو خواله رسنیو لرې کړي، عمومي بښنه وغواړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې بیا به د قرآن شریف کوم آیت په داسې ډول د سينګار توکي په توګه نه کاروي چې د مذهبي حرمت د اغېزمنېدو وېره پيدا کړي.

کرینه کپور له دغه هار سره په اخیستو عکسونو کې د ملکو په چم شاهي کالي اغوستي او پګړۍ ډوله خولۍ پر سر وه.

د ریحا کپور په نوم د هغې سینګاروونکې هم پرخپل انسټاګرام له دغو عکسونو سره لیکلي وو چې، "کرینه د سوچه سپينو زرو په رنګ چپن اغوستې، پر پګړۍ یې د بهوپال د نواب ۲۰۰ کاله لرغونی ټيک ټومبلی او د هغه د مېرمنې ۳۰ قیراطه زمردي هار یې پر غاړه دی چې آیت الکرسي پرې کښل شوې ده".

د دې په وینا، دا تاریخي او لرغونې ګاڼې د "بهوپال د شاهي کورنۍ میراث دی چې د سیف علي خان کورنۍ له لارې کرینه کپور ته رسېدلي دي. ځکه چې د سیف علي خان نیا ساجده سلطان د بهوپال د وروستي واکمن نواب لور وه".

په قانوني خبرداري کې څه دي؟

د عباس حفیظ خان وکیل محمد ظفر رسنیو ته ویلي چې هغه غواړي، دغه عکسونه له خواله رسنیو پاک شي ځکه چې په وینا یې، "دې د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي دي".

ښاغلي ظفر ویلي، "زموږ نیوکه په دې نه ده چې ولې کرینه کپور یو هار په غاړه کړی بلکې اعتراض مو پر هغه د لیکل شوي متن له امله دی چې په دې ډول باید نه وای کارول شوی. ځکه چې د قرآن شریف آیت پرې کښل شوی او هغه ډېر سپېڅلی دی".

وکیل ظفر همداراز ویلي، "قرآن شریف او یا یې کوم آیت ته له لاس وروړلو مخکې باید اودس وشي. له لومړي سره زموږ نیوکه په دې ده چې باید داسې نندارې ته نه وای وړاندې شوی او عکسونه باید ړنګ کړل شي".

کرینه کپور لا دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه یې هم تر اوسه دغه عکسونه له خپلو خواله رسنیو ړنګ کړي دي.

پر خواله رسنیو غبرګونونه

پر خواله رسنیو هم دې موضوع ته هم مسلمانانو او هم هندوانو بېلابېلا غبرګونونه څرګند کړي دي.

د فهیمې په نوم یوې لیکلي، "د آیت الکرسي سپکاوی مه کوئ. دا زموږ د سپېڅلي کتاب قرآن شریف آیت دی".

شيتل ګوپتا بیا لیکلي، "کرینه کپور په دیوالي جشن کې اسلامي لباس اغوستی او داسې زیور یې پر غاړه کړی چې قرآني آیت پرې لیکل شوی. دا زموږ هندوانو د مذهبي رسم د کمزوري کولو هڅه ده."

خو ځينو بیا لیکلي چې کرینه کپور کوم جرم نه دی کړی ځکه چې په وینا یې، هغې یوازې غوښتل چې د شاهي کورنۍ په لرغونو او تاریخي کالیو کې ځان سينګار او ښکاره کړي.