له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو اسیا جام؛ د هند او افغانستان ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرېکټ لوبډلو په اسیا جام کې نن د افغانستان-هند او پاکستان–بنګله‌دېش ترمنځ د نیمه پایلوبو سیالۍ روانې دي.

د کرېکټ‌اسیايي شورا دغه سیالۍ د عمان د مسقط په العامرات ښار کې کېږي.

د هند او افغانستان ترمنځ د لوبې پچه افغان لوبډلمشر سهیل خان ګټلې او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه کړې ده.

افغان زلمیو مخکې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې خپلې درې واړه لوبې په لوی توپیر ګټلې او له ۶ نمبرو سره نیمه‌پایلو ته راغلي دي.

هند بیا په خپل ګروپ کې دوه سیالۍ وګټلې خو له پاکستانه یې ماته وخوړه.

د افغانستان له اړخه په نننۍ سیالۍ کې د سهیل خان تر مشرۍ لاندۍ لوبډله کې فرید الله احساس، سبحان‌ زاخېل، نعمان سالارزی، شاه فیصل رحیمي، عابد‌الله عابد، طاهر سروري، امیر حمزه، بلال سلیمانخېل، نور علي نیازی او محمد علي لوبه کوي.

د هند په لوبډله کې بیا د نورو لوبغاړو ترڅنګ دوه داسې نومونه هم دي، چې د کرېکټ مینه‌وال ورسره له لسیزو راهیسې اشنا دي؛ سېواګ او ډرېوډ.

د هند د ۱۹ کلنې لوبډلې آریاویر سېواګ د ورېندر سېواګ او انوای ډرېوډ د راهول ډرېوډ زوی دی.

ورېندر او راهول د هند د ملي لوبډلې پخواني مخکښ توپوهونکي او په خپل وخت کې د کرېکټ د نړۍ مشهور ستوري وو او ډېر ریکارډونه یې لا هم په نومونو ثبت دي.

دوی دواړه د نړۍ په کچه له هغو محدود شمېر لوبغاړو دي، چې که د نړیوالو،‌ فرسټ کلاس او لېست اې سیالیو ټولې منډې یې سره رایوځای کړئ نو د هر یوه له ۴۵ زرو اوړي.

د ۱۹ کلنو د اسیا جام په سږنیو سیالیو کې هم تر دې دمه له ټولو ډېرې (۲۵۲) منډې آریانویر سېواګ کړې.

خو ډېرې (۱۳) وېکټې بیا د افغانستان نورعلي نیازي‌ اخیستې دي.

نو د دوی مخامختیا داسې ټکی دی،‌ چې د هند او افغانستان د تنکیو ځوانانو ترمنځ‌ دا سیالي لا جالبه کوي.

دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.

دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګله‌دېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې.

دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې په بریالیتوب د خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

د هند تنکي ځوانان په ټوله کې د کرېکټ اسیايي شورا لخوا په دغو ترسره کېدونکو سیالیو کې ښه ثابت شوي دي. دوی ۸ ځله د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وړ دی.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې د دغو سیالیو د شپږم پړاو په پایلوبه کې اوسني‌ مدافع اتل پاکستان ته ماته ورکړه او دا جام یې وګاټه.

د دغو سیالیو وروستی پړاو تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ نیمه‌پایلوبه کې بنګله‌دېشۍ لوبډله لومړۍ توپ وهنه کوي.