تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رحمت شاه د نړۍ په لسو مخکښو ټسټ منډه جوړونکو کې
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټسټ او یوې ورځنیو سیالیو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ټست سیالیو د توپوهونکو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته رسېدلی دی.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د ټېسټ کرېکټ د درجهبندۍ په هره کټګورۍ کې لسو غوره لوبغاړو ته رسېږي.
د کرېکټ نړیوالې شورا وايي، دا د رحمت شاه د کرېکټ په مسلکي ژوند کې پنځمه ټېسټ سلیزه او په روان کال کې دویمه سلیزه وه. "دې سلیزې د ۳۳ کلن رحمت شاه درجهبندي لوړه کړه او هغه یې د هند له لوبډلمشر شبمن ګیل د سوېلي افریقا د لوبډلې د پیاوړي توپوهونکي اېډن مارکرم او د سرېلنکا له کېڼ لاسي توپوهونکي کامېندو مېنډېس مخکې کړ او د لومړي ځل لپاره یې د ټېسټ کرېکټ د نړۍ د لسو غوره توپوهونکو په کتار کې شامل کړ."
د کرېکټ د نړیوالې شورا په خبره، پر رحمت شاه سربېره، د شارجې له تېرې مساوي شوې ټېسټ لوبې وروسته نورو لوبغاړو هم په درجهبندۍ کې پرمختګ وکړ.
د زیمبابوې تجربهکار لوبغاړي کریګ اروین هم د پام وړ پرمختګ وکړ او د لوبې په دویمه پاڼۍ کې یې د ناسوځېدلې دوهسوهیزې سلیزې وهلو وروسته نهه مقامه پورته شو او ۴۸م مقام یې خپل کړ.
د بنګلهدېش او وېسټ انډیز ترمنځ د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د نړیوال ټېسټ اتلولۍ سیالیو پای ته رسېدو هم د دواړو لوبډلو د لوبغاړو په درجهبندۍ کې د پام وړ بدلونونه راوستل.
د ټېسټ لوبو د توپوهونکو په درجهبندۍ کې لاندې لوبغاړو هم پرمختګ وکړ:
کاویم هوج: ۱۲ مقامه پرمختګ، ۵۲م مقام ته ورسېد.
توحید هریدوی: له ۱۰۰ غوره لوبغاړو بهر ۶۰م مقام ته پورته شو.
امیر جانګو: ۲۸ مقامه پرمختګ وکړ او ۶۲م مقام یې خپل کړ.
ښاغلي زرمتي د زېمبابوې پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، چې په ۷۳۵ رېټېنګ پوره کولو یې نړیواله درجهبندۍ کې شپږ نومرې پورته شو.
له دې وړاندې هغه په ۱۳م مقام کې ځای درلود. د انګلستان هريبروک په ۸۶۱ رېټېنګ سره لومړي مقام کې ځای لري.
د روانې میاشتې په پیل کې افغانستان د زیمبابوې او بنګلهدېش پر وړاندې د درې اړخیزې سیالۍ له ګټلو وروسته، د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د نارینهوو د یو ورځنیو نړیوالو لوبو (ODI) د لوبډلو په درجهبندۍ کې شپږم مقام خپل کړ، چې دا د افغانستان لپاره تر ټولو لوړ مقام و.
رحمت شاه زرمتي تر اوسه د افغانستان لپاره په ۱۴ ټسټ لوبو کې د نژدې ۵۵ منډو په اوسط ۱۳۷۲ منډې کړې دي چې پنځه سلیزې او اوه پنځوسیزې پکې دي.
په تېره اګسټ میاشت کې رحمت شاه بي بي سي ته ویلي وو چې نړیوال جام ته د لوبډلې د چمتوالي لپاره د توپوهنې تګلاره بدلوي او هڅه به کوي چې ټول توپوهونکي په ښه سټرایک رېټ ولوبېږي.