د غزې روغتیا وزارت وايي پر روغتون د اسرائیلو برید لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژلي

    • Author, رشدي ابوالعوف
    • دنده, غزې لپاره د بي بي سي
    • رپوټ له:, استانبول
    • Author, کلیر کنعان
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د حماس تر ادارې لاندې د غزې د ملکي دفاع ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د غزې په سوېل کې د ناصر روغتون پر یوې ودانۍ د اسرائیلو د هوايي برید له امله لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې روغتیا وزارت چې د حماس له لوري اداره کېږي هم د شپږو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

عیني شاهدانو ویلي چې یوې جنګي الوتکه، د لنډ وخت لپاره د سیمې پر فضا راڅرګنده شوه، یو توغندی یې وار کړ او د روغتون هغه ودانۍ یې په نښه کړه چې د جراحي څانګې او د بېړنۍ پاملرنې (ICU) خونې په کې وې. د ملکي دفاع ویاند ویلي چې د پېښې له امله شل نور کسان هم ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي چې په وژل شویو کسانو کې یو جراح ډاکټر هم شته دی. دغه برید د پنجشنبې پر سهار ترسره شوی دی.

د اسرائیلو پوځ وایي چې په دې برید کې یې د حماس یو لوړپوړی غړی او نور جنګیالي په نښه کړي، چې د دوی په وینا روغتون یې د پوځي او ترهګریزو فعالیتونو لپاره د "قوماندې مرکز" په توګه کاراوه.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (IDF) او د اسرائیلو امنیتي ادارې (ISA) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د حماس له لوري د ملکي او روغتیايي بنسټونو د پوځي موخو لپاره کارول په کلکه غندي.

دوی زیاته کړې چې د ملکي وګړو د زیان کمولو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي وو، چې په کې په کره ډول د وسلو کارول او هوايي څارنه شامله وه.

د نړیوالو قوانینو له مخې روغتونونه ځانګړی خوندي حیثیت لري، خو د غزې د جګړې پر مهال څو ځله روغتونونه او روغتیايي مرکزونه په نښه شوي دي.

اسرائیل حماس تورنوي، سره له دې چې لا هم خپلې وسلې ساتي او د غزې پر تړانګه امنیتي کنټرول لري، روغتونونه د پوځي موخو لپاره کاروي. اسرائیل وایي چې حماس په روغتونونو کې وسلې زېرمه کوي او د قوماندې او کنټرول خونې چلوي، خو حماس دا ادعاوې په کلکه ردوي.

تر دې مخکې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي وو چې شپږ کسان وژل شوي دي.

بي بي سي نه شي کولای چې د غزې له تړانګې په خپلواکه توګه راپورونه چمتو کړي، ځکه اسرائیلو یې د پوښښ مخه نیولې ده، او له همدې امله د دې پېښې جزئیات په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

د ژغورنې چارې په غزه کې د ملکي دفاع ادارې له خوا ترسره کېږي، چې د حماس تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري. د دغې ادارې له هڅو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) هم مرسته کړې ده.

هغه ویډیوګانې چې فعالانو خپرې کړې دي، ښيي چې د ودانۍ دننه لوګی پورته کېده او د دویم پوړ ډېرې برخې ویجاړې شوې وې، هلته چې طبي وسایل او روغتیایي بسترونه د چاودنې له امله هر لوري ته غورځېدلي وو.

ځینو ځايي فعالانو دا ادعا هم کړې چې ښايي برید د حماس یو لوړپوړی امنیتي چارواکی په نښه کړی وي چې په ودانۍ کې پټ و.

له برید وروسته د خبریالانو سره په خبرو کې د ناصر طبي کمپلکس مشر وویل چې ودانۍ د قصدي برید هدف ګرځېدلې وه، چې د ښځو او نارینه وو لپاره د جراحي او بېړنۍ پاملرنې څانګو ته یې سخت زیان رسولی دی.

ناصر روغتون، چې د غزې په جنوب کې تر ټولو لوی روغتون ګڼل کېږي، د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې هم د اسرائیلو د دوو جلا بریدونو هدف ګرځېدلی و، چې د خبریالانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې وژل شوي وو.

سره له دې چې د تېر کال په اکټوبر کې د اوربند هوکړه شوې وه، اسرائیلي بریدونه لا هم په غزه کې دوام لري. د غزې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه دا شمېرې د باور وړ ګڼي.

اسرائیل او حماس دواړه یو بل له اوربنده د سرغړونې په تور تورنوي.

په غزه کې بشري ناورین هم د وروستیو سختو بارانونو له امله لا پسې ژور شوی، ځکه راپورونه وایي چې لسګونه زره هغه خېمې چې بېځایه شویو کورنیو په کې ژوند کاوه، اوبو لاندې کړې دي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ پر اسراییلو له برید وروسته پیل شوه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې له ۷۴،۶۴۵ ډېر کسان وژل شوي دي.