تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: غواړو له ایران سره جګړه کې بشپړ بری ترلاسه کړو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هېواد یې له ایران سره په جګړه کې بریالی شوی، خو دا جلا موضوع ده چې شخړه به کله پای ته ورسېږي.
هغه، چې د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن ملي هدیره کې یې د پخوانیو پوځیانو د ورځې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل: "امریکا له ایران سره جګړه نه ده پیل کړې. [بلکې] ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی. دا موضوع باید ډېر پخوا حل شوې وای."
ټرمپ زیاته کړه: "زموږ په اوسني حکومت کې، او بالاخره وخت یې را رسېدلی و، چې یو څوک د هغوی مخې ته ودرېږي."
د امریکا ولسمشر وویل: "اوس یوازې دا پوښتنه پاتې ده چې کله یې پای ته ورسوو. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې بشپړه بریا ترلاسه کوو، نه ۹۳ سلنه بریا. دا به بشپړه بریا وي."
"د هغه څه بیا رغول به ۲۵ کاله وخت ونیسي، چې موږ ویجاړ کړي، او هیله لرو دې ته اړ نه شو چې د هغه هېواد نورې برخې هم ویجاړې کړو."
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي هم پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ګواښ کړی چې "که امریکا د ایران خلاف بله جګړه پیل کړي، نو د اسیا له لویدیځ نیولې تر اروپا پورې، به په دغه یرغل کې ټولې ښکېلې پوځي اډې د ایران د مرګونو بریدونو مشروع اهداف وګرځي."
هغه زیاته کړې "هېڅ واټن به خوندي نه وي. هېڅ خوندي پناه ځای به موجود نه وي. هېڅوک به له بریدونو خوندي نه وي."
هغه تر دغه پیغام لږ ورمخکې له المیادین رسنۍ سره په مرکه کې هم ورته څرګندونې کړې وې.
نوموړي ټینګار کړی و چې ایران به "ان یو ذره یورانیم" هم ورنه کړي، او که امریکا نوي بریدونه وکړل، نو ایران به په غبرګون کې له سیمې بهر اهداف هم په پام کې ونیسي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ دا تازه ګواښونه داسې مهال تبادله کېږي، چې د رپوټونو له مخې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وېنس له محسن رضايي سره مخامخ کتنې او خبرو اترو ته لېوالتیا ښودلې او ویل شوي چې قطر د تهران او واشنګټن ترمنځ د دغو احتمالي خبرو اترو د زمېنې برابرېدو هڅه کوي.
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال کیومرث حیدري، بیا امریکا او اسرائيل ته په خبرداریو کې تر دې هم یو ګام مخ ته ایښی دی.
هغه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د امریکا او اسرائیل د مشرانو د وژلو ګواښ کړی.
د ایران دغه پوځي چارواکي په یوه ویډیو کې چې د ایران د دولتي خبري اژانس له خوا خپره شوې، ویلي: "ټرمپ او نتنیاهو به ووژنو."
حیدري په همدې مرکه کې ادعا وکړه چې د امریکا ټولې جنګي بېړۍ اوس له ایرانه د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې ځای پر ځای شوي دي.
د هغه په وینا د دې لامل دا دی چې ایراني ځواکونو د وږي/سنبلې میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه د امریکا دوه جنګي بېړۍ په نښه کړې وې.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هغه مهال په ضمني ډول د دغو بېړیو د هدف ګرځول کېدو هڅه تایید کړې وه، خو ویلي یې وو چې بېړیو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال همداراز ادعا وکړه چې د تېرو نښتو پر مهال یې د امریکا ګڼ شمېر الوتکې لهمنځه وړې.