تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې حوثیان وايي، د سعودي هوايي برید کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي
- Author, سباستین عشیر
- دنده, د نړیوالو چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د یمن له حوثي غورځنګ اړوند رسنۍ وايي، د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
تر اوسه د سعودي په مشرۍ ائتلاف، چې د یمن د نړیوالې پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي، په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حوثیانو تر ادارې لاندې د المسیره تلویزیون په ژوندۍ بڼه ویډیوګانې ښيي چې مرستندویان د صنعا ختیځ ته د الشاریه ښارګوټي د څو ودانیو له نړېدلو پاتې شونو څخه مړي راباسي. په ویډیوګانو کې د کوچنیانو مړي هم لیدل کېږي.
دغه ټلوېزیون دغه راز داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې ټپیان په سټرېچرونو روغتونونو ته لېږدول کېږي.
د حوثیانو اړوند سبأ خبري اژانس وايي، برید د شنبې په ورځ د سعودي عرب لخوا ترسره شوی او د وژل شویو ترڅنګ ۳۹ نور کسان ټپیان شوي دي.
سعودي عرب له یوې لسیزې راهیسې د هغه ائتلاف مشري کوي چې د یمن د نړیوالې پېژندل شوې حکومت په ملاتړ د حوثیانو پر ضد جګړه کوي.
په یمن کې جګړه د څو کلونو لپاره نسبي ارامه شوې وه، خو د ایران د جګړې له پیل وروسته یو ځل بیا توده شوه. اوربند هغه مهال کمزوری شو چې سعودي عرب د صنعا پر هوايي ډګر، چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی، برید وکړ چې د ایران یوه الوتکه هلته له کوزېدو راوګرځوي.
وروسته حوثیانو په سعودي عرب کې د ابها هوايي ډګر په نښه کړ او ورپسې یې په سره سمندر کې پر هغو سعودي بېړیو بریدونه پیل کړل چې د هرمز تنګي د بدیل د تیلو د لېږد لارې په توګه یې کاراوه.
له هغه راهیسې د حوثیانو او د سعودي ملاتړو حکومتي ځواکونو ترمنځ درنې جګړې بیا پیل شوې دي.
د جمعې په ورځ د تعز ولایت په یوه بازار برید کې هم شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي وو. حوثیانو د دې برید پړه پر سعودي ور واچوله، خو حکومتي ځواکونو ادعا وکړه چې حوثیانو د سیمې پر لور توغندی ویشتلی و.
ملګرو ملتونه وايي، د جګړو له بیا پیل راهیسې تر ۱,۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زرو زیات خلک بېځایه شوي دي.
سعودي ځواکونه په منظم ډول د حوثیانو پر مورچلو هوايي بریدونه کوي، او حوثیانو هم په سعودي عرب کې د هوايي ډګرونو او د تېلو د تاسیساتو په ګډون، پر بېلابېلو هدفونو، توغندیز بریدونه کړي دي.
د الشاریه له برید څو ساعته مخکې، د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي وو چې د ریاض پر لور روان یو توغندی یې شنډ کړی دی.
د حوثیانو یو مشر مهدي المشاط ژمنه کړې چې دغه ډله به په یمن کې د وروستیو بریدونو غچ واخلي.