د روسیې مرستیال لومړی وزیر کابل ته تللی

پلاوی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې پر ورځ کابل ته ورسېده. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نور لوړ پوړي چارواکي یې هوايي ډګر کې هرکلي ته ورغلي وو. له هغه وروسته چې مسکو افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده دا د خپل ډول لوړ پوړی پلاوی بلل کېږي چې افغانستان ته سفر کوي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي د طالبانو حکومت د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي.

له روسي پلاوي سره په لیدنه کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي "روسیې ته د افغان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو په پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسي لوري پانګونې ته زمینه برابره ده."

‏د ښاغلي برادر له قوله ویل شوي" په افغانستان کې د ګډو صنعتي پانګونو د پراختیا، له نړیوالو معیارونو سره سم د صنعتي پارکونو، مشترک ځانګړو اقتصادي زونونو او وچو بندرونو د جوړولو او فعالولو او د سوداګریزو زېربناوو د جوړولو او پراختیا په برخو کې د روسي لوري لپاره د پانګونې فرصتونه موجود دي."

کابل

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، دې کتنو کې د کابل او مسکو پر اړیکو په ځانګړې ډول د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخو کې خبرې شوي.

ښاغلي فطرت ویلي چې په ارګ کې به د روسیې له دغه لوړپوړي پلاوي سره د طالبانو حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم جلا وګوري.

چارواکو ویلي، دې پلاوي کې یو شمېر روسي پانګوال او سوداګر هم شته چې له افغان سوداګریزو بنسټونو سره به ځینې هوکړې او د همکاریو ژمنې هم وکړي. د هوکړه‌لیکونو په تړاو تر اوسه روښانه څه نه دي ویلي شوي چې کومو برخو کې به توافق وشي. کابل دا مهال تر ډېره پر روسیې او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ او اقتصاد غوړېدا په لاره کې تکیه لري. له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په تشه کې د طالبانو حکومت دا مهال د سیمې هېوادونو ته لاس غځولی چې له سیاسي او اقتصادي ګوښیتوبه پرې ځان وباسي.

وړاندې تر دې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر هم کابل ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و. د طالبانو حکومت دفاع وزیر هم تېره جولای میاشت کې مسکو ته سفر کړی و او هلته یې له روسي پوځي چارواکو سره د امنیتي همکاریو یو سند لاسلیک کړ.