د ایران په ملاتړ درې تنه اروپا او امریکا کې پر بریدونو تورن شوي

پوځي اډه
د عکس تشریح، تېره میاشت امریکا خپلې ټولې بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا له RAF Fairford هوايي اډې وایستلې، وروسته له هغې چې د سپټمبر په میاشت کې اډې ته نږدې یوه لویه امنیتي پېښه و شوه، چې پولیسو هغه "شکمنه" ترهګریزه پېښه بللې وه.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ایران له ملاتړه برخمنو درېیو کسان په رسمي ډول تورن شوي چې د بریدونو تکل یې درلوده. دغه وزارت ادعا کوي چې یاد کسان په امریکا او اروپا کې د ځينو دسیسو او بریدونو په طرحه کولو کې ښکېل وو.

د عدلیې وزارت ویلي چې ایراني اجنټانو په دې وروستیو کې "په بریتانیا کې د هوايي ځواک په یوه اډه کې یوه ترهګریزه دسیسه تنظیم کړې وه". د وزارت په وینا، دوی په بریتانیا کې د RAF Fairford پوځي اډې ته نږدې د سپټمبر میاشتې په هغه لویه پېښه کې لاس درلود، چې امریکايي پوځیان په کې مېشت وو.

پر یوه کس، چې د ایران او عراق دوه ګونی تابعیت لري، تور دی چې له نیویارکه، په داسې حال کې چې د پخوانیو تورونو له امله په زندان کې د محاکمې په تمه دی، په بریتانیا کې له خپلو خلکو سره په اړیکه کې و. پر نورو دوو کسانو تور لګول شوی چې له ایرانه یې دا ډول اړیکې ساتلې دي.

ایران په کلکه د RAF Fairford د پېښې سره هر ډول تړاو رد کړی دی. دغه پېښه هغه مهال څرګنده شوه چې اډې ته نږدې د شکمنو موټرو په اړه راپورونه ورکړل شول. د دې پېښې په تړاو په بریتانیا کې اووه کسان نیول شوي دي.

د عدلیې وزارت ویلي چې ایراني وګړی محسن مهاجري، عراقي وګړی محمد علي الحسني او د ایران او عراق دوه ګونی تابعیت لرونکی محمد باقر سعد داوود الساعدي هغه کسان دې چې د تورونو په تړاو یې معلومات د سې شنبې پر ورځ خپاره شول.

پر دغو درېیو کسانو تور لګول شوی چې په اروپا کې یې د هغو بریدونو پلان جوړ کړی و چې د یوه ظاهراً نوي جوړ شوي سازمان په نوم ترسره شوي دي. دغه ډله ځان حرکت أصحاب الیمین الاسلامیة (HAYI) یا د ښي‌اړخو خلکو اسلامي غورځنګ بولي.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «له هغو ۱۸ ترهګریزو بریدونو چې HAYI یې د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې په اروپا کې مسؤلیت منلی، اووه یې په بریتانیا کې ترسره شوي دي."

ویناپاڼه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې "اور اچونې، چاودېدونکي توکي، او په یوه پېښه کې په لندن کې د دوو یهودي نارینه‌وو د وژلو هڅه هم وه، چې له هغوی یو یې د امریکا او بریتانیا دوه ګونی تابعیت لري."

د روان کال په اپرېل میاشت کې د لندن په شمالي سیمه ګولډرز ګرین کې دوه یهودي نارینه په چړو ووهل شول. د دې پېښې یو شکمن کس ټاکل شوې ده چې راتلونکی کال محاکمه شي.

بریتانوي پولیسو د اډې شاوخوا د امنیتي تدبیرونو پر وخت لیدل کېږي.
د عکس تشریح، بریتانوي پولیس د اډې شاوخوا د امنیتي تدبیرونو پر وخت لیدل کېږي.

د FBI مشر کاش پټیل ویلي: "دا اته فقره لرونکې تورپاڼه ښيي چې ایران په اروپا او امریکا کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره څومره هوډمن دی."

هغه زیاته کړه چې له دغو درېیو تورنو کسانو یوه "د توقیف پر مهال د راتلونکو تاوتریخجنو کړنو د اسانتیا لپاره کوډ شوي پیغامونه استولي وو."

پټیل وویل چې تورن کسان د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو(سپاه) او د ایران پلوه عراقۍ ملېشې کتائب حزب‌الله په ملاتړ شاوخوا شلو بریدونو او د بریدونو د هڅو سره تړاو لري.