د اسرائیل ولسمشر ګادي ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرتسوګ د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ګادي ایزنکوټ ته د نوي حکومت جوړولو ماموریت سپارلی. ټاکل شوې چې ده ته د ماموریت چارې رسماً د یکشنبې په ورځ ورکړل شي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یو اصلي سیاسي ائتلاف ونه توانېد د پارلمان لازم اکثریت ترلاسه کړي.
هرتسوګ وايي، د شویو مشورو پر مهال، د بنیامین نتانیاهو د حکومت مخالف بلاک مشر ګادي ایزنکوټ د حکومت د جوړولو لپاره د ګوندونو د استازو تر ټولو ډېر ملاتړ خپل کړی دی.
د اسرائیل د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: ''ولسمشر، د یاشار ګوند مشر ګادي ایزنکوټ له خپلې پرېکړې خبر کړی چې هغه به د حکومت د جوړولو دنده پر غاړه واخلي.''
اعلامیه زیاتوي چې د حکومت جوړولو رسمي ماموریت به د یکشنبې په ورځ د بیتالمقدس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال ایزنکوټ ته وسپارل شي.
د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په ټاکنو کې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند د ۲۷ څوکیو په ګټلو سره د پارلمان تر ټولو ستر ګوند شو، خو د هغه ملاتړو ملتپالو او مذهبي ګوندونو ائتلاف په ټولیز ډول د 'کنسټ' له ۱۲۰ څوکیو څخه یوازې ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړې.
بل خوا د ایزنکوټ په مشرۍ د مخالف بلاک څلورو ګوندونو ۴۸ څوکۍ وګټلې. د هغه یاشار ګوند د ۲۱ څوکیو په ترلاسه کولو سره د پارلمان دوهم ستر ګوند شو.
په ورته مهال هغو دوو ګوندونو چې د اسرائیلي عرب اتباعو استازیتوب کوي، په ګډه ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړې؛ دا یو بې ساری شمېر بلل کېږي او کولای شي د نوي حکومت په جوړېدو کې پرېکړه کوونکی رول ولوبوي.
که څه هم ایزنکوټ تر اوسه د عربو ګوندونو سره د ائتلاف له جوړولو ډډه کړې، د دغو ګوندونو مشرانو له ولسمشر سره په خپلو سلا مشورو کې د هغه د مامور کېدو ملاتړ کړی دی. همدغه ملاتړ لامل شو چې ایزنکوټ د پارلمان د استازو له خوا تر ټولو ډېرې سپارښتنې او ملاتړ ترلاسه کړي.
ایزنکوټ د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان وروسته پر ایکس شبکه ولیکل:
"اوس د ملي بېړني حکومت د جوړولو وخت دی. زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې د دې مسوولیت وړ و اوسو."
د عرب ګوندونو په ملاتړ د احتمالي ائتلاف پر ضد د نتانیاهو خبرداری

د عکس سرچینه، Reuters
ایزنکوټ به د رسمي ماموریت له تر ترلاسه کولو وروسته ۲۸ ورځې وخت ولري چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره موافقه رامنځته کړي. دا موده کېدای شي د اړتیا په صورت کې ۱۴ ورځې نوره هم وغځول شي.
د هغه پر وړاندې یو انتخاب دا دی چې د عرب ګوندونو په ملاتړ، په پارلمان کې د مهمو رایو پر مهال، اقلیتي حکومت جوړ کړي. د سخت دریځو ارتودوکس یهودي مذهبي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کول یا له بنیامین نتانیاهو سره د ملي یووالي حکومت جوړول هم د احتمالي انتخابونو له ډلې دي.
خو ایزنکوټ تر دې مخکې ویلي چې نه غواړي له نتانیاهو سره په یوه حکومت کې برخه ولري. شنونکي هم باور لري چې د دغو انتخابونو له هر یوه سره موافقې ته رسېدل به اسانه نه وي.
که ایزنکوټ د حکومت په جوړولو بریالی نه شي، نو فرصت به بل نوماند ته ورکړل شي. که سیاسي په ټپه ولاړ وضعیت دوام ومومي او وروستۍ هڅې هم ناکامې شي، د بیا ټاکنو د ترسره کېدو احتمال شته.
د هرتسوګ د پرېکړې تر اعلان څو ساعته مخکې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړ چې د مخالفو ګوندونو او عرب ګوندونو احتمالي ائتلاف، چې هغه یې ''اسلامپاله'' بولي، د هېواد د کمزورۍ او ان د سقوط لامل کېدای شي.
نتانیاهو په یوه له مخکې ثبت شوې ویډیويي وینا کې وویل:
"داسې حکومت چې پر اسلامپالو متکي وي، د اسرائیل دولت به له دننه تجزیه کړي، لکه څنګه چې دا بهیر په ځینو اروپايي هېوادونو کې روان دی، بلکې لا تر هغه هم په ناوړه ډول."
۶۶ کلن ګادي ایزنکوټ د اسرائیل د پوځ پخوانی لوی قوماندان دی چې په ۲۰۲۲ کال کې سیاست ته داخل شو. نوموړی د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له برید وروسته د یوې مودې لپاره د نتانیاهو د جګړې په کابینه کې شامل و، خو وروسته بېرته د حکومت د مخالفانو لیکو ته ستون شو.
ایزنکوټ په وروستیو کلونو کې د غزې د جګړې د مدیریت په اړه د نتانیاهو پر تګلارو نیوکې کړې دي. نوموړي د فلسطینیانو پر ضد د ځینو اسرائیلي مېشتو له خوا ترسره کېدونکی تاوتریخوالی هم غندلی دی.
هغه چې په غزه جګړه کې یې خپل زوی او دوه ورېرونه له لاسه ورکړي، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال په پرلپسې ډول پر خپلو پوځي او امنیتي تجربو ټینګار کړی او ځان یې د امنیتي بحرانونو د مدیریت لپاره مناسب نوماند بللی دی.



















