پاکستان وايي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د امریکا هغه طرحه څېړي چې له مخې به یې دغه کډوال د پاکستان له لارې ولېږدول شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز څېړي چې له مخې یې افغان وګړي د پاکستان له لارې افغانستان ته وایستل شي.
د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان په یوه خبري غونډه کې وویل: "دا موضوع اوس تر څېړنې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه یې د ښکېلو لورو په مشوره په دقت سره ارزول کېږي."
ښاغلي خان هیله څرګنده کړه چې دواړه لوري به په دې اړه یوې ګډې او د منلو وړ هوکړې ته ورسېږي.
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ د سختو محدودیتونو د تازه اقداماتو په ترڅ کې به له ۱۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته وایستل شي.
د "افغان ایوک" په نوم د یوې ډلې په وینا، چې له امریکا سره د همکارو افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم دي چې د کابل له سقوط مخکې یې له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه.
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سېشنبې په ورځ د ټرمپ د حکومت هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې غوښتل لسګونه افغان کډوال افغانستان ته وشړي.
د نیویارک د جنوبي حوزې د امریکا د سیمهییزې محکمې قاضۍ والري کاپروني حکم وکړ چې متحده ایالات د همدې اونۍ په ترڅ کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته نه شيشړلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت چارواکو د دوشنبې په ورځ د افغانانو د ایستلو د پلان په اړه د راپورونو په تړاو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلو خبرداری ورکړی چې د امریکا د پخوانیو متحدانو او د هغوی د کورنیو غړو بېرته ستنول ښايي د دوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بېرته رسېدو وروسته عمومي بخښنه (عفوه) اعلان کړه او ویې ویل چې هغه افغانان چې له لوېدیځ پلوه ځواکونو او حکومتونو سره یې همکاري کړې، هېواد ته راستنېدلی شي. د طالبانو د حکومت چارواکو سږ کال هم یو ځل بیا پر دې ژمنې ټینګار کړی دی.
خو ملګرو ملتونو د بېمحاکمې وژنو، نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبت کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت د روان کال په جون میاشت کې یو شمېر کډوال، چې افغانان او ایرانیان هم پکې وو، د مرکزي افریقا جمهوریت ته وایستل.
ډونلډ ټرمپ تېر کال د خپلې سختدریځې کډوالۍ پالیسۍ په چوکاټ کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر وګړو د سفر محدودیتونه ولګول.
د هغه حکومت همدارنګه هڅه کوله چې د افغانانو پر وړاندې د اخراج په اړه قانوني خوندیتوبونه لغوه کړي؛ په دغو افغانانو کې ځینو یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسه کړې وې.
























