له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو اسیا جام: افغانستان مالیزیا ته په لس وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ لوبه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ځوانانو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ماته وکړه.

د افغانستان د پيل توپ وهونکو عابد‌الله عابد او فرید‌الله احساس د مالیزیا لخوا د ۴۳ منډو ورکړ شوی هدف یوازې په درېیو اوورونو کې پوره کړ او ۲۸۲ توپونه اضافه پاتې شول.

تر ورمخکې په توپ اچوونه کې نور علي نیازي د مالیزیا ۶ لوبغاړي سوځولي وو. د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم هغه ته ورکړل شوه.

نیازي ۹.۳ اورونه وکړل او یوازې ۷ منډې پرې وشوې. هغه په ۵ اوورونو کې هېڅ منډه ورنه کړه.

د دې سیالۍ ټاس د افغان ځوانانو لوبډلمشر سهیل خان ګټلې او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه‌.

د مالیزیا لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ښه ونه شوه کړای او ژر ژر یو بل پسې وسوځېدل. د دوی ۷ لوبغاړي په داسې حال کې سوځېدلي وو چې لوبډلې یې ټولټال ۲۰ منډې درلودې.

له مالیزیايي لوبغاړو یوازې ناګینېسوران ساتناکوماران وکړای شول چې ۲۰ منډې وکړي او بل هر یو له ۶ منډو لاندې وسوځېد.

د ۴۳ منډو هدف په تعقیب کې، عابدالله عابد په ۷ توپونو ۱۵ او فریدالله احساس بیا په ۱۱ توپونو ۲۶ منډې وکړې.

دا د کرېکټ له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو په سږني اسیا جام کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو دویمه لوبه او دویمه بریا وه.

دوی په (بي) ګروپ کې لوبېږي او اوړمه ورځ خپلو بنګله‌دېشي همزولو ته هم د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

له دغو دوو بریاو سره نیمه‌پایلو ته د افغان لوبډلې رسېدل هم ډاډمن شول.

له دوی سره په دغه ګروپ کې شري‌لنکا هم ده، چې نن له بنګله‌دېش سره سیالي لري او افغان لوبډله به ورسره راتلونکې دوشنبه (د نومبر ۹مه) د سیالۍ ډګر ته کېوځي.

کرېکټ

د هند، پاکستان، نیپال او متحدو عرب اماراتو لوبډلې په اې (الف) ګروپ کې دي. په دغه ګروپ کې هند تېره ورځ له نیپال او پاکستان له متحدو عرب اماراتو لوبه وګټله.

دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.

دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګله‌دېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې. دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې د خپلې اتلولۍ بریالۍ دفاع وکړه.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام شپږم پړاو سیالۍ په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې وې، چې افغانستان وګټلې.

او وروستی پړاو یې تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.