یو هندی فلم چې هېچا نه خپراوه، بالاخره بریالی شو او ۱۸ جايزې یې ګټلې دي

په دې تصوير کې دواړه فلمي لوبغاړي دي
    • Author, ګيتا پانډې
    • دنده, بي بي سي، هند
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د "پاير" په نامه د یوه داسې هندي فلم کيسه چې د يوې عمر خوړلې جوړې پر مينه، يوازېتوب او ژوند راټول دی له دوه کلن اوږد انتظار وروسته هند کې نندارې ته وړاندې شوې او په ټول هېواد کې د فلم پوهانو او ليدونکو د ستاينې او هرکلي وړ ګرځېدلی دی.

دغه څه کم دوه ساعته فلم چې د ټلويزيون پخواني خبريال او اوسني فلم جوړوونکي وېنود کاپري جوړ کړی دی. په دې فلم کې د کډوالۍ هغې جدي ستونزې ته هم کتنه شوې چې له امله یې د همالیا په غرونو کې سلګونه ښکلي کلي پرېښودل شوي او اوس په کې هېڅوک ژوند نه کوي.

همدارنګه په فلم کې د اقليمي بدلون د اغېزو انځور هم وړاندې شوې چې له امله یې د دغې سیمې هوا ورځ تر بلې سخته او خراب شوې ده.

پر ټولنیزو رسنيو ګڼو هنديانو داسې ویډيوګانې خپرې کړې دي چې په کې ليدل کېږي، نندراچيان له سينماګانو په داسې حال کې وځي چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې. نورو بيا ليکلي چې له ډېرې مودې راهيسې هېڅ فلم پرې دومر اغېز نه دی کړی.

د فلم مخکښو لوبغاړو چې عادي کليوال دي او تر دې مخکې یې هېڅکله فلم کې رول نه دی لوبولی، د هندي سينما د مشهورو لوبغاړو لکه نصير الدین شاه او انوپم کېر پام هم ور اړولی او ستايلي یې دي.

د پاير مرکزې رول د پدم سېنګ او تولسي پر ژوند راټول دی چې يو د پدم سېنګ او بل د هيرا دېوي په نامه کليوالو لوبولی دی. دغه جوړه د هند د شمالي ايالت د اتراکنډ په غرنيو سیمو کې ژوند کوي.

د فلم دواړه لوبغاړي کړکۍ کې ناست

دا داسې سيمه ده چې عمر په کې د تاريخ له مهمو پېښو سره پرتله کېږي. سېنګ د دويمې نړيوالې جګړې له پیل دوه کاله مخکې زيږېدلی و. تولسي بيا په هغه کال زيږېدلې وه چې پر جاپان اتومي بمونه غورځول شوي وو.

په دې سيمه کې نه سړکونه شته او نه برېښنا. د اړتيا په وخت کې تولسي د ګاونډیانو په مرسته په اوږو روغتون ته وړل کېږي. پدم سېنګ بیا د مهربانۍ او مرستې په بدل کې کليوالو ته وزې ورکوي.

د فلم د يوه ډاياګ په څېر چې وايي، "دلته هېڅ هم نشته، يوازې غرونه دي"، له همدې کبله ځوانان د ښه ژوند او غوره فرصتونو په لټه له سيمې کډه کوي او هغه کسان چې دا ښکلې خو له کړاوونو ډکه سيمه پرېږدي، بېرته نه راګرځي.

د فلم ډايرکټر کاپري وايي، "دې جوړې ۶۵ کاله ګډ ژوند کړی او په تېرو ۲۸ کلونو کې د خپل زوی هریا بېرته راتګ ته په تمه دي. هغه د کار موندلو لپاره ممبۍ ته تللی. دا د ملګرتيا، يوازېتوب او انتظار کیسه ده."

د دوی انتظار هغه مهال لا ډېر مهم کېږي چې له اوږدو کلونو وروسته ناڅاپه د هریا یو لیک ترلاسه کوي او هغه په کې د خپل راتګ نېټه ياده کړې وه.

کله چې پدم سېنګ او تولسي همداسې د خپل زوی راتګ ته په انتظار وي، شاوخوا پاتې لږ شمېر کليوال هم يو پر بل پسې کډه کوي، تر دې چې دغه جوړه په لرې پرته پراخه غرنۍ سيمه کې يوازې پاتې کېږي.

یو کليوال چې له کلي د کډه کولو په حال کې وي، پدم سېنګ ته سپارښتنه کوي چې، "ته او تولسي هم بايد ژر تر ژره له دې ځایه لاړ شئ. که نه، کله چې مړه شئ ، هېڅوک به نه وي چې ستاسو جسد له غرونو ښکته کړي".

کله چې ټول له دې کلي کډه شي او د مرستې لپاره هېڅوک نه وي، پدم سېنګ د خپل کور مخې ته څنګ پر څنګ د جسد سېځلو لپاره ځايونه جوړ وي، يو یې د مېرمنې او بل د خپل ځان لپاره.

پدم سېنګ او هيرا دېوي بي بي سي ته وايي، د کلونو په اوږدو کې یې له خپلې سیمې د ځوانانو او ماشومانو د کډوالۍ او د زړو خلکو د يوازېتوب کيسې په خپلو سترګو ليدلې دي.

د فلم له صحنې يو عکس

له ۲۰۲۴ کال راهیسې، دغه فلم د نړۍ په ځینو سترو فلمي فېسټېوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی. د کاپري په وینا، فلم ټولټال ۱۸ جایزې ګټلې دي، چې په هغو کې د غوره فلم درې جایزې او د نندارچیانو د رایو پر بنسټ د غوره فلم ۱۲ جایزې هم شاملې دي.

کاپري وايي، سره له دې چې فلم په فېسټېوالونو کې بریالی و، خو دوه کاله سينما کې نندارې ته وړاندې نه شو، ان انلاین پلټفارمونو هم د فلم له خپرولو ډډه وکړه. په پای کې، فلم هغه مهال سینماګانو ته ورسېد چې د کاپري یوه ملګري د سینمايي خپرونې د لګښتونو برابرولو لپاره مرسته وکړه.

خو نوموړی وايي، د اکتوبر په ۳۰مه په یوازې ۷۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو چې وروسته د خلکو ډېر خوښ او د ټکټونو د غوښتنې له زياتېدو سره د فلم نندارې هم ډېرې شوې.

په همدې مهال، هغه اندېښنې چې پدم سېنګ او هیرا دیوي دواړو په پیل کې د کامرې مخې ته د درېدو او د خپلو خبرو د هېرولو په اړه لرلې، اوس له منځه تللې دي.

هیرا دېوي وايي، هغه ان د دې په اړه هم اندېښمنه وه چې اولادونه به یې څه فکر کوي او ټولنه به د دوی په اړه څه وايي.

خو اوس هغه او پدم سېنګ دواړه د فلم د نقادانو د مثبتو تبصرو او د نندارچیانو د مینې او مینه‌ ناک هرکلي خوند اخلي.

د پاير فلم یو عکس چې دواړه لوبغاړي په کې ناست دي

هیرا دیوي وايي، د فلم د اغېزمنتیا لامل دا دی چې "په حقیقت کې زموږ کلی هم بالکل همداسې دی".

هغه زیاتوي، "د هند په کلیو کې زاړه خلک یوازې پرېښودل کېږي. د هېچا اولادونه نور په کور کې نه پاتې کېږي او د ټولو مور او پلار له ورته وضعیت سره مخامخ وي. دوی تل د خپل زوی او نږور په تمه وي او هیله لري چې لمسیان به یې د لیدو لپاره ورشي او څو ورځې به ورسره تېرې کړيي. دا یوازیتوب په رښتیا د زغملو نه دی".

پدم سېنګ وايي، هغه د اتراکنډ او د هند د نورو سیمو ځوان نسل ته یو پیغام لري.

هغه وايي، "زه غواړم هغوی ته ووایم چې خپله پلرنۍ خاوره، هغه ځمکه چې پکې زېږېدلي دي، هېڅکله دې نه پرېږدي او مخ دې ترې نه اړوي".

نوموړی زیاتوي، "زه له حکومته هم غوښتنه کوم چې د خلکو د اوسېدو سیمو ته دې د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي، چې خلک اړ نه شي د کار او ژوند په لټه کې له خپلو سیمو لرې لاړ شي. کله چې دا کار وشي، هغه مور او پلار چې اوس یوازې پرېښودل کېږي، هغوی ته به هم پاملرنه وشي."