په خپلمنځي جنجال کې ولې ځينې د یوه بل مور او خور ته ښکنځلې کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مریم سلطانه
- دنده, بيبيسي بنګله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
داسې وانګېرئ چې د دوو کسانو ترمنځ په څه خبره جنجال دی او لفظي شخړه سره کوي. یو وخت د دواړو خبرې دومره توندېږي چې یوه بل ته ښکنځل پیلوي. په ښکنځلو کې به دواړه د یوه بل د کورنیو هغو ښځو ته بدرد ویل پیل کړي چې د دوی ترمنځ لانجې یا شخړې سره هېڅ سروکار نه لري.
اوس خو دا بد خوی له کور او چم ګاونډه هاخوا پر خواله رسنیو هم د خلکو ترمنځ په عامېدو دی.
دوی یوه بل ته مور، خور، ښځه، لور یا د کورنۍ نورې ښځمنې په سپکه او بده یادوي او په دې ډول هڅه کوي چې بل ذلیل او سپک کړي.
که څه هم دا کار تر ډېره نارینه کوي خو ځينې ښځې هم د داسې ښکنځلو عادت لري.
نن سبا په بنګلهدېش کې په دې موضوع باندې وروسته له هغه بحثونه پيل شوي چې د (پوني موني) په نوم یوې بنګالۍ فلمي ستورې له یوه خبریال سره لفظي شخړه وکړه.
اغلې موني د روان میلادي کال د نومبر پر پنځمه نېټه د یوې قضیې لپاره محکمې ته روانه وه چې د خلکو په مخ کې یې یوه خبریال ته مور په بده یاده کړه، ښکنځلې او د مرګ ګواښ یې هم ورته وکړ.
همدې یو ځل بیا دا پوښتنه را پورته کړې چې ولې د دوو کسانو ترمنځ په لانجه یا شخړه کې د کور بېګناه ښځې په سپکه یادېږي او ښکنځل کېږي؟ په ځينو ټولنو کې دا ولې یو دود ګرځېدلی او تر شا یې دودیز تصور څه دی؟
دلته مو کتنه ورته کړې:
په بېلابېلو ژبو او هېوادونو کې ښکنځلې شته

د عکس سرچینه، Getty Images
د یو چا د سپکولو یا توهینولو لپاره یې د کورنۍ ښځو ته بدرد ویل د نړۍ په بېلابېلو ټولنو او ژبو کې دود دي.
په ۲۰۲۴ کې د (بیهیویرل ریسرچ مېتډ) په نوم یوې جریدې د خلکو پر خوی او چلند په یوه څېړنه کې وموندله چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو، ټولنو او ژبو کې په ښکنځلو کې تر ډېره د انسان جنسیت او د هغوی هغه جنسي غړي یادېږي چې په عادي وختونو کې یې خلک له نوم اخیستلو ډډه کوي.
په دغه تحقیق کې په ۱۷ هېوادونو کې ۱۳ ژبې څېړل شوې دي.
څېړنکو په تحقیق کې له برخه اخیستونکو غوښتي وو چې په خپله ټولنه کې رواج شوې هغه نامناسبې کلمې راټولې کړي چې په ښکنځلو او یا نورو سپکو سپورو کې کارېږي.
په پایله کې څرګنده شوه چې په مختلفو ژبو کې په ښکنځلو کې تر ډېره دود کلمې د ښځو د جنسي غړو او له هغوی سره د جنسي اړیکې نیولو اړوند دي.
په ځينو ژبو کې بیا د مور په جنسیت پورې تړلې سپکې کلمې ډېرې دي او له هغې د زېږېدلي ماشوم او د هغه د هویت او یا د نسل او نسب په هکله بدرد شامل دي.
د نارینهو د جنسي غړو په اړه هم ښکنځلې شته خو په دې څېړنه کې په ډاګه شوې چې د هغوی کارول د ښځینهو پرتله ډېر نه دي دود.
د درناوي وړ ګڼل کېدونکې ولې سپکې شي؟
د نړۍ په بېلابېلو دینونو او کلتورونو کې مور د درناوي وړ انسان بلل کېږي او لوړ مقام ورکړل شوی دی.
د څېړونکو په وینا، په مختلفو ټولنو کې یوازې هغې ښځې ته مور نه ویل کېږي چې چا دوی زېږولي وي بلکې ځینو نورو سپينسرو او ښځو ته هم د درناوي لپاره د مور نوم اخیستل کېږي.
په یو شمېر ټولنو کې هېواد ته هم د مور خطاب کېږي او داسې مذهبونه هم شته چې ځينو "خدایګوټو" ته د مور نوم کاروي.
په اسلام کې هم له خپل مور او پلار سره پر نېک چلند کولو ټینګار شوی او د بچي په روزلو کې د مور زحمت او مشقت یاد شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په عیسویت کې هم د حضرت عیسی علیه سلام مور بيبي مریم له ځانګړي درناوي برخمنه ده او د مورولۍ او پاکۍ سمبول بلل کېږي.
نو له دومره احترام او درنښت سره سره ولې بیا هم یو کس راپاڅېږي او بل ته د سپکاوي لپاره د هغه مور ته داسې بدرد وايي چې ان جنسي غړي یې پکې یادوي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د بنګلهدېش د ډاکې پوهنتون د انسانپوهنې استاده زبیده نسرین وايي چې د دې مهم لامل په ټولنه کې مور ته همدا شته درناوی او لوړ مقام دی چې خلک په ښکنځلو سره غواړي د مقابل کس د ځورولو لپاره د هغه د مور احترام تر پښو لاندې کړي.
هغې له بيبيسي بنګله سره په خبرو کې وویل، "په بېلابېلو ټولنو، دینونو او کلتورونو کې مور ته د احترام مقام ورکړل شوی. خو کله چې د همدې مور جنسیت او عفت په بده یاد شي نو دا یې د اولاد د سپکولو وسیله هم ګرځي".
اغلې نسرین زیاتوي، د یو چا مور ځکه په سپکه یادول کېږي چې دا د مقابل انسان د سخت ځور او شرم سبب کېږي او دا ډول لفظي برید ډېر روحي تکلیف ورکوي.
پروفیسره نسرین وايي چې هېڅ ټولنه یا دین چا ته اجازه نه ورکوي چې د بل مور او یا د کور ښځمنې په سپکه یادې کړي.
د ډاکې پوهنتون د جنسیتي څېړنو استاده تانیا حق هم وايي چې یو کس بل ته د مور او خور ښکنځل د دې لپاره کوي چې ډېره روحي یا ذهني ضربه ور ورسوي.
د دې په وینا، په مختلفو ټولنو کې د ښکنځلو ترڅنګ ښځې په ځينو سپکو ټوکو ټکالو او مسخرو کې هم یادېږي او دا پکې بیخي یوه عادي خبره ګرځېدلې ده.
ډېر خلک داسې هم وي چې د مور او خور ښکنځلې یې عادت وي او ښايي د هغو لفظونو او کلمو معنا ته یې فکر هم نه وي چې له خولې یې وځي.
استاده نسرین په دې باور ده چې که دا ډول کلمې د عادت له مخې وي او که قصدي خو په اصل کې د ښځو بېاحترامي ده او "همدا خوی د نرواکۍ فکر څرګندوي".
پروفیسره تانیا حق هم وايي چې کله په ټولنه کې توهینوونکې ژبه د اوږدې مودې لپاره هماغسې دود پاتې شي نو خلک یې ناوړه اغېزې بابېزه ګڼي او پام نه ورته کوي.
د دې په باور، په یوه ټولنه کې چې بل ته د درناوي فرهنګ پیاوړی نه وي، سپکه ژبه او ښکنځل پکې د خلکو عادت ګرځي.
نو ښځې په خپله هم ولې ښځې په ښکنځلو کې یادوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مور او خور ښکنځلو یو بل اړخ دا دی چې دا ډول سپکې کلمې د سړیو ترڅنګ په ځينو ښځو کې هم عامې دي. نو یوه ښځه ولې د بل چا د مور جنسیت یا د هغې جنسي غړو په یادولو سره سپکې ډتې خبرې وکړي؟
شنونکي وايي چې پلارواکي یا نرواکي یوازې تر نارینهو محدوده نه ده بلکې ښځې هم په هماغو ټولنو کې را سترې شوې دي او هماغه کوڅهيي ژبه دوی هم خپلوي چې په چم ګاونډ کې یې اوري.
پروفیسره زبیده نسرین وايي، یوه ښځه چې د چا مور ښکنځي نو دا په اصل کې هماغه ژبه کاروي چې په ټولنه کې یې زده کړې ده او زیاتوي، "یوه ښځه ښايي ځکه هم دا ډول ژبه وکاروي چې فکر به کوي، کله چې نارینه داسې ښکنځلې کولی شي نو ښځه یې ولې و نه کړي".



















