په افغانستان کې ترافیکي پېښې؛ لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، Bakhter
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د کابل-جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله اووه کسان مړه شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پېښه تېره شپه نژدې نهه بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د 'لغمان دروازې' تر څېرمه سیمه کې د یوه سراچه ډوله موټر او زرنج د ټکر له امله شوې.
د ملي راډیو ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، تر ټکر وروسته دواړه نقلیه وسایط سیند ته لوېدلي دي. رپوټونو کې دغه راز ویل شوي، د پېښې د قربانیانو مړي او ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته مهال د باختر په رپوټ کې د غور ځايي مسوولینو له قوله ویل شوي، چې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په تلخک سیمه کې یو فلائنکوچ ډوله موټر اوښتی چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دا وروستۍ ترافیکي پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو خونړۍ ترافیکي پېښې راپور شوې دي.
په تېره اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۳ کسان په قندهار، پروان او فراه ولایتونو کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې مړه شول او ۱۹ نور ټپیان شول.
په یوه ورته پېښه کې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د لغمان ولایت د همدې قرغیو ولسوالۍ د سرخکان په سیمه کې د کډوالو د لېږد یوه لارۍ واوښته، چې له امله یې ۱۸ کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د درنو موټرو ګڼه ګوڼه، له ټاکلي حده زیات سرعت، خطرناک او بېاحتیاطه اوورټېک کول او د ځینو وسایطو زوړوالی په افغانستان کې د دغسې پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
اوس مهال په افغانستان کې ترافیکي پېښې د ملکي تلفاتو له عمده لاملونو څخه شمېرل کېږي. ویجاړ او زیانمن شوي سړکونه، د خوندیتوب د اسانتیاوو کمښت، د ترافیکي نښو نشتوالی او د ځینو چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه رعایت کول د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.
د جګړو او ناامنۍ اوږدو کلونو هم د افغانستان د ترانسپورټي زیربناوو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی او د هېواد ډېرې لویې لارې یې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.



















