د سعودي پلازمېنه کې د تېلو شرکت ارامکو پر ودانۍ هوايي برید شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د فرانسې خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي چې د سعودي پلازمېنې ریاض په مالي سیمه کې د هوايي بریدونو له امله د تېلو شرکت 'ارامکو' ودانۍ زیانمنه شوې ده.
یو شاهد د پاچا عبدالله په نامه مالي سیمې ته په اشارې وویل: ''هغه څه چې یقیني دي، دا دي چې په دې سیمه کې د ارامکو برج (ټاور) په نښه شوی دی.''
د سعودي خبري اژانس (واس) د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې وايي، د ارامکو په ریاض ښار کې د ارامکو یوه اداري ودانۍ د برید د هڅې هدف ګرځېدلې وه، چې له امله یې د توغندیو ځینې پاتې شوني پر ودانۍ لوېدلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو پاتې شونو ودانۍ ته محدود زیان رسولی، خو د پېښې له امله نه کوم کس وژل شوی او نه هم څوک ټپي شوي دي.
دا راپور له هغه وروسته خپور شو چې د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف د یکشنبې په ورځ وویل، دوه بالستیک توغندي یې شنډ کړي چې د ریاض پر لور توغول شوي وو.
یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عرب ملکي دفاع د چاودنو له غږونو لږ مخکې د ریاض په سیمه کې خبرداری ورکړی و.
سعودي چارواکو وروسته اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی.
د سعودي عرب د انرژۍ وزارت د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته تائید کړې چې په ریاض کې د ارامکو د تېلو شرکت یوه ودانۍ زیانمنه شوې ده، خو ویلي یې دي چې د دې زیان لامل مخامخ توغندیز برید نه و، بلکې د توغندیو پاتې شوني یا چرې د دې لامل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ارامکو اړوند اداري ودانۍ په ریاض کې ''لږ زیان'' لیدلی، خو ''د مرګژوبلې یا ټپیانو هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.''
تر دې مخکې، عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د ریاض په مالي سیمه کې د ارامکو د برج د څو پوړونو ښیښې ماتې شوې دي.
د یکشنبې په ورځ تر دې وړاندې، د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړی و، او ورپسې په ریاض کې د څو زورورو چاودنو غږونه واورېدل شول.
سعودي عرب چارواکو دغه راز وویل، دوه کروز توغندي یې په ریاض او د هېواد په سوېلي سیمه کې شنډ کړي دي.
حوثیانو د جګړو له بیا پیل راهیسې څو ځله د سعودي عرب هوايي ډګرونه، بندرونه او د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي. په مقابل کې، سعودي عرب په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د حوثیانو تر واک لاندې د یمن د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صنعا ته نږدې د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي. سعودي چارواکو ویلي چې دوی د دغه راپور ارزونه کوي.






















