امریکا لخوا د ایران د ځمکنۍ کلابندۍ له ګواښ سره هممهاله په قشم ټاپو کې هوايي بریدونه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
ایراني چارواکو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه د دغه هېواد په قشم ټاپو کې د څو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.
د هرمزګان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال احمد نفیسي ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو قشم کې پر څو محدودو ځایونو بریدونه کړي، خو ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.
هغه ادعا کړې چې دغه بریدونه د استوګنې او سوداګرۍ له سیمو بهر شوي او له همدې کبله پکې د دغه ټاپو "مهمو او خدماتي تاسیساتو" ته څه زیان نه دی اوښتی.
د هرمزګان مرستیال والي دا نه ده ډاګیزه کړې چې دقیقآ کوم اهداف په نښه شوي، خو ټینګار یې کړی چې په قشم ټاپو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
د یادونې ده چې د قشم تر څنګ د بندرعباس اوسېدونکو هم تېره شپه دغلته د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی و.
دوی وحید انلاین کانال ته ویلي وو چې د لږترلږه څلورو چاودنو د غږونو له اورېدو وروسته یې د ځمکې "شدید ټکانونه" هم احساس کړي دي.
یوه ځايي اوسېدونکي په خپل پیغام کې د "قشم ټاپو په نریمان سیمه کې د هوايي دفاع سیستم" د هدف ګرځېدو یادونه کړې ده.
د ایران قشم ټاپو په تېرو شپو کې هم څو ځله تر برید لاندې راغلی.
یوه امریکايي چارواکو تېره اوونۍ تایید کړه، چې د ایران لخوا د دوی پر یوې الوتکې د ډزو په غبرګون کې پر قشم ټاپو هوايي بریدونه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د توغندیو د توغولو یو سیستم په نښه شوی و.
د عراق په کردستان کې د ګازو پر میدان د ډرون مشکوک برید

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران په بندر عباس او قشم ټاپو کې د تېرې شپې له بریدونو سره هممهاله د عراق په کورواکه کردستان کې هم د ډرون د یوه مشکوک برید رپوت ورکړ شوی دی.
په رپوټونو کې ویل شوي چې تر دغه برید وروسته په خورمور میدان کې د ګازو د استخراج چارې درېدلې دي.
خورمور د عراق په کردستان کې د ګازو د استخراج تر ټولو لوی میدان بلل کېږي.
د ګاز دانا شرکت چې د دې سیمې چارې مخ ته وړي، نن دوشنبه سهار په یوه خپاره کړي بیان کې دغلته ته د استخراج د چارو د درېدو پخلی کړی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي، په متحدو عرب اماراتو کې د دغه مېشت شرکت په حواله لیکلي، چې د ډرون تر دغه مشکوک برید وروسته لګېدلی اور وژل شوی او دمګړۍ د اوښتي زیان ارزونه روانه ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.



















