له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو اسیا جام: د افغانستان او شريلنکا ترمنځ لوبه روانه ده

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان او شريلنکا د تنکیو ځوانانو ترمنځ لوبه روانه ده.
د کرېکټ دا یو ورځنۍ سیالۍ د عمان د مسقط په العامره ښار کې کېږي.
د ننۍ لوبې پچه د شريلنکا لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړې یې وکړه.
افغان لوبډلې د ۱۹ اوور تر دویمه توپه چې عابدالله عابد پرې په ۵۵ منډو وسوځېد، ۹۳ منډې کړې او دوه لوبغاړی یې سوځېدلی و.
د تنکیو ځوانانو د ۲۰۲۶ اسیا جام په سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې برخه لري.
افغانستان او شريلنکا په (بي) ګروپ کې دي او دا یې وروستۍ ګروپي سیالي ده.
افغان زلمیو تر دې ورمخکې په دغو سیالیو کې خپلو بنګلهدېشي او مالیزیایي همزولو ته ماته ورکړې او د دغو بریاوو له څلورو پواینټونو سره یې نیمهپایلوبو ته تګ نسبتآ ډاډمن شوی دی.
خو شريلنکایۍ لوبډلې لپاره دا سیالي ځکه مهمه ده، چې له خپلو تېرو دوو سیالیو یې یوه ګټلې او بله بایللې ده.
بنګلهدېشۍ لوبډله هم، چې نن له مالیزیا سره لوبه لري، په همداسې حالت دی.

د عکس سرچینه، ACB
په اې یا الف ګروپ کې تېره ورځ د پاکستان او هند ترمنځ لوبه وشوه چې پاکستان په درېیو وېکټو وګټله.
په هغه ګروپ کې د پاکستان لوبډلې خپلې تېرې دواړه سیالۍ ګټلې، خو هند او متحدو عرب اماراتو یوه یوه او نیپال دواړه لوبې بایللې دي.
د دواړو ګروپونو د سر څلور لوبډلې به د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۲مه) په نیمهپایلوبو کې سره مخامخ شي.
دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.
دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګلهدېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې. دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې د خپلې اتلولۍ بریالۍ دفاع وکړه.
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام شپږم پړاو سیالۍ په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې وې، چې افغانستان وګټلې.
او وروستی پړاو یې تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.






















