په هند کې د رڼاګانو جشن: یوه تیاره شپه په ډیوو رڼا کېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, راچیتا پرساد
- دنده, بي بي سي- ممبۍ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په هند کې میلیونونه خلک دیوالي نمانځي، چې د هندوانو د رڼاګانو مشهور جشن دی. په همدې مناسبت کورونو، معبدونو، دفترونو او لارو کوڅو کې د تېلو څراغونه یا ډ یوې بلوي، چې د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا سمبول ګڼل کېږي.
د دیوالي جشن د هندوانو لمریز کال د 'کارتیک' میاشتې په تر ټولو تیاره شپه ترسره کېږي، هغه شپه چې تروږمۍ وي او سپوږمۍ په اسمان کې نه ښکاري.
که څه هم د دیوالي دودونه د هند په بېلابېلو سیمو او ټولنو کې توپیر لري، خو دا جشن معمولاً د دعا، کورنیو غونډو، د خوږو د تبادلې او د اورلوبو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.
سږ کال بیا دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې په ځانګړي ډول د هند په شمالي سیمو کې د هوا د ککړتیا په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
موسمي شرایط او د کرنیزو محصولاتو پاتې شونو سوځول د هوا کیفیت خرابوي، او د دیوالي پر مهال د اورلوبو کارول دغه ستونزه لا پسې زیاتوي.
د هند پلازمېنه ډیلي د هوا د ککړتیا له داسې خطرناک حالت سره مخامخه ده چې دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو ککړه دیوالي بلل کېږي.
د هوا د کیفیت د ښه کولو لپاره نوي تدابیر هم تر اوسه اغېزمن نه ښکاري.
د هند اقتصادي پلازمېنې ممبۍ کې هم دا وروستیو اونیو کې د هوا ککړتیا کچه خورا لوړه شوې ده.
د ککړتیا کمولو لپاره د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په ډیلي او شاوخوا سیمو کې د محدود وخت لپاره د تصدیق شویو داسې "اورلوبو" د تولید، پلور او کارولو اجازه ورکړه، چې هوا ته ډېر زیان نه رسوي.
ویل کېږي چې دغه اورلوبې د دودیزو اورلوبو پرتله له ۲۰ تر ۳۰ سلنه کم زیانمن ګازونه تولیدوي. خو منتقدین پوښتنه کوي چې ایا دا به رښتیا هم د ککړتیا په کمولو کې اغېزمنې وي، او اندېښنه لري چې عادي اورلوبې ښايي له ګاونډیو ایالتونو څخه بیا هم پلازمېنې ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې چې د اورلوبو په اړه بحثونه روان دي، خو دیوالي یوازې د اورلوبو جشن نه دی.
دا جشن د هندوانو د عقیدې له مخې وروسته له هغه چې رام (د هندوانو یو خدای) د راماین مشهور حماسي داستان اصلي مخالف راون ته ماتې ورکړه، ایودهیا ښار ته د رام د بریالي ستنېدو یادونه کوي.
دیوالي پر بدۍ د نېکۍ، پر تیارې د رڼا او پر ناپوهۍ د پوهې د بریا نښه ګڼل کېږي.
د جشن له پیلېدو مخکې خلک خپل کورونه پاکوي او د ګلانو، رنګینو څراغونو او دودیزو ډیوو په وسیله یې ښایسته کوي.
دغه ورځې د کورنیو او ملګرو د یوځای کېدو، دعاوو، ځانګړو مېلمستیاوو، ډالیو او دودیزو هندي خوږو د شریکولو فرصت هم برابروي.
د کورونو مخې ته د "رنګولي" په نوم رنګین نقشونه جوړېږي او بازارونه د جشن د توکو د اخیستونکو خلکو له ګڼې ګوڼې ډک وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دیوالي د نومبر پر شپږمه د "دهنتیراس" په مراسمو پیل شوه.
په دې ورځ د سرو زرو، سپینو زرو یا نویو لوښو اخیستل نېک فال ګڼل کېږي او باور کېږي چې ښه بخت راولي.
دویمه ورځ "چهوټي دیوالي" یا کوچنۍ دیوالي بلل کېږي، چې خلک په کې ډیوې بلوي او ځینې کورنۍ اورلوبې هم کوي.
درېیمه ورځ اصلي جشن دی.
په دې ورځ کورنۍ د شتمنۍ او هوساینې په تړاو د هندوانو د الهې "لکشمي" لپاره ماښامنۍ دعاوې کوي او وروسته د خوړو او جشنونو لپاره راټولېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څلورمه ورځ په بېلابېلو سیمو کې په مختلفو بڼو نمانځل کېږي.
په ځینو ټولنو کې دا د نوي کال او کورنیو د غونډو ورځ وي.
پنځمه او وروستۍ ورځ، چې "بهای دوج" نومېږي، د وروڼو او خویندو ترمنځ د مینې او پیوستون د لمانځلو لپاره ځانګړې شوې ده.
دیوالي نه یوازې هندوان، بلکې سیکهان او د جین مذهب پیروان هم په ځانګړو مذهبي مناسبتونو سره لمانځي.
سیکهان د "بندي چور دیوس" یا د بندیانو د ازادۍ ورځ نمانځي، چې د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې له ګوالیار کلا څخه د دوی د شپږم ګورو، ګورو هرګوبند، د خوشي کېدو یاد تازه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جین مذهب پیروانو لپاره دیوالي د مهویرا، چې د دوی ۲۴م او وروستی روحاني لارښود و، د "موکشا" یا د بیا زېږېدو له دورې څخه د خلاصون نښه ده.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې هندي ټولنې هم دیوالي لمانځي، چې پکې کورنۍ او ملګري سره راټولېږي او ډالۍ تبادله کوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دیوالي د نویو شیانو د اخیستلو لپاره هم یو بختور وخت ګڼل کېږي. ډېر خلک باور لري چې په دې ورځ پېرودل سوکالي او نېکمرغي راولي. د هند د ونډو بازارونه هم د "مهورات ټرېډنګ" په نوم ځانګړې یو ساعته سوداګریزه ناسته کوي، چې سږ کال به د نومبر په اتمه کېږي.
که څه هم دیوالي د هندوانو په دودونو ولاړه ده، خو نن سبا د بېلابېلو دینونو او ټولنو خلک هم په دې جشن کې ګډون کوي او لمانځي یې.

د عکس سرچینه، Getty Images



















