د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره د 'لنډمهاله قانوني خوندیتوب' بېرته فعالولو هڅې پیل کړې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا کانګرېس د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو هڅې پیل کړي، چې په امریکا کې د مېشتو افغان کدوالو او پناه غوښتونکو لپاره د لنډمهاله قانوني خوندیتوب حیثیت (ټي پي اېس) بېرته فعال کړي.
د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د کولوراډو ایالت استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت استازي سام لیکارډو وروسته له هغه چې د امریکا کانګرېس غړي بېرته واشنګټن ته ستانه شول، د دوشنبې په ورځ د یوه 'ډسچارج پېټیشن' په ثبتولو سره دغه هڅه پيل کړه.
دغه پروګرام هغو کډوالو ته اجازه ورکوي چې په امریکا کې تر ۱۸ میاشتو پورې ژوند او کار وکړي، چې اصلي هېوادونه یې د ناامنۍ، جګړو یا نورو بېړنیو شرایطو له امله د خوندي نه ګڼل کېدونکو هېوادونو په توګه نومول شوي وي.
دغه موده د اړتیا په صورت کې غځېدای هم شي.
دوی دغه غوښتنلیک ثبت کړی، چې د بریالیتوب لپاره د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا لري، چې هغه قانوني طرحه رایې ته وړاندې شي چې له مخې یې امریکا کې مېشتو افغان کډوالو ته د ۲۰۲۹ کال تر نیمایي پورې د ایستلو پر وړاندې خوندیتوب ورکول کېږي.
که د استازو جرګې ۲۱۸ غړي پر غوښتنلیک 'ډسچارج پېټیشن' لاسلیک وکړي، کېدای شي یوه طرحه پرته له دې چې د جرګې مشران یې ملاتړ وکړي، د جرګې عمومي تالار ته د بحث او رایې اچونې لپاره وړاندې شي.
د لنډمهالي خوندي وضعیت، ټي پي اېس، چې د امریکا کانګرېس په ۱۹۹۰ کال کې رامنځته کړی و، د کورني امنیت وزارت (ډي ایچ اېس) له خوا پرمخ وړل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره د ټي پي اېس حیثیت ختموي.
دا هغه خوندیتوب و چې د جو بایډن ادارې افغانانو ته په ۲۰۲۲ کال کې ورکړی و.
هغه مهال ویل شوي وو چې د دې پروګرام له لغوه کېدو سره به په امریکا کې اوسېدونکي شاوخوا ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان کډوال اغېزمن شي، خو وروسته ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي و، چې د اغېزمنېدونکو کډوالو شمېر تر دې لوړ دی.
د این بي سي په رپوټ کې ویل شوي، جېسن کرو او سام لیکارډو باید د استازو جرګې د اوسنیو ټولو ډیموکراټ غړو او یو شمېر جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړي، چې د دوی د 'ډسچارج پېټیشن' لپاره اړین ۲۱۸ لاسلیکونه پوره شي.
دغو دوو استازو د اکتوبر په لومړۍ نېټه یوه ځانګړې کړنلاره هم وړاندې کړې وه چې له مخې یې وکولای شي د دوشنبې په ورځ د غوښتنلیک له ثبتولو سره سم د لاسلیکونو راټولول پیل کړي.
که کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو حد ته ورسېږي، د جمهوري غوښتونکي مشران به اړ شي چې د افغانستان د لنډمهالي خوندي وضعیت (Afghanistan TPS Act) طرحه د استازو جرګې عمومي تالار ته د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه طرحه، چې دواړو استازو د جولای په میاشت کې معرفي کړې وه، افغانانو ته به د ۲۰۲۹ کال تر جولای میاشتې پورې د لنډمهالي خوندي وضعیت حق ورکړي. د دې لپاره چې قانون شي، باید د استازو جرګې په عمومي غونډه کې د اکثریت غړو رایې خپلې کړي.
د نومبر میاشتې په لومړیو کې د امریکا کانګرېس له منځمهاله ټاکنو سره هممهاله په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز د یوه امریکايي چارواکي له قوله وویل، چې د ټرمپ حکومت د نږدې ۲۰۰ افغان وګړو د ایستلو لپاره یو پلان چمتو کړی دی.
د دې پلان له مخې به دغه کسان لومړی پاکستان ته لېږدول کېدل او وروسته به پاکستان هغوی افغانستان ته ستنول.
"افغان ایوک" په نوم یوې ډلې چې له امریکا سره د همکارو افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي، ویلي، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم دي چې د کابل له سقوط مخکې یې له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه.
خو تېره اونۍ د امریکا یوې فدرالي محکمې په موقت ډول د ټرمپ د حکومت هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې غوښتل لسګونه افغان کډوال افغانستان ته وشړي.
د نیویارک د جنوبي حوزې د امریکا د سیمهییزې محکمې قاضۍ والري کاپروني حکم وکړ چې متحده ایالات د یادې اوونۍ په ترڅ کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته نه شي شړلی.



















