د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د افغانستان له غوره لیګ سره د بهرنیو لوبغاړو پر یوځای کېدو نیوکه کړې: "د ښځو حقونه ډېر مهم دي"

په انځور کې د کرکټ دوه ښځینه لوبغاړې لیدل کېږي چې شنې جامې یې اغوستې او تور پړوني یې پر سر دي.
د عکس تشریح، فیروزه امیري او ناهیده څپان د افغانستان د ښځو د ملي کرکټ لوبډلې له هغو لوبغاړو دي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته اسټرالیا ته کډوالې شوې او هلته یې پناه واخیسته.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړو پر هغو بهرنیو ورزشکارانو نیوکه کړې چې د افغانستان د غوره لیګ (APL) لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده. هغوی ویلي دا کار نړۍ ته دا پیغام رسوي چې د افغانستان د ښځو کړاوونه او له حقونو محرومیت "په اسانۍ له پامه غورځول کېدای شي."

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، په ورزش کې د ښځو ګډون په عملي توګه منع شوی دی. د افغانستان د کرېکټ ډېری ښځینه لوبغاړې د خپل امنیت د ساتلو لپاره اړ شوې دي چې هېواد پرېږدي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نارینه‌وو مسلکي لیګ په ډسمبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، که څه هم دا سیالۍ لا هم د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له خوا نه دي تایید شوې.

په سپټمبر میاشت کې، د انګلستان او وېلز د کرېکټ بورډ له لوبغاړو وغوښتل چې په دې سیالیو کې پر ګډون له سره غور وکړي. د انګلستان د ملي لوبډلې ستوري، اولي پوپ هم په دې لیګ کې له ګډون ډډه وکړه.

د افغانستان د ښځینه کډوالو د کرېکټ لوبډلې مشري ناهیده څپان د روان کال په اوړي کې انګلستان ته د سفر پر مهال بي‌بي‌سي ته وویل:

"پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې د کرېکټ د لوبولو له حق او له ګڼو نورو اساسي حقونو محرومې شوې دي."

هغې زیاته کړه: "بهرنیو لوبغاړو یو واقعي فرصت درلود چې له میلیونونو افغان ښځو او نجونو سره خپل ملاتړ څرګند کړي او په دې لیګ کې د نه ګډون له لارې د هغوی تر څنګ ودرېږي. ښايي دا یو کوچنی اقدام ښکارېده، خو کولای یې شول یو پیاوړی پیغام ولېږي او پر هغو کسانو فشار راوړي چې د دې وضعیت مسؤل دي."

مېرمن سپان زیاته کړه: "دا موضوع د کرېکټ یا د افغانستان د نارینه‌وو د لوبډلې مخالفت نه دی؛ بلکې د بنسټیزو بشري حقونو د دفاع موضوع ده."

د لوبغاړو د انتخاب په هغه مراسمو کې چې د تېرې اونۍ د سه‌شنبې په ورځ ترسره شول، د انګلستان اتو لوبغاړو، د سکاټلنډ، ایرلنډ، اسټرالیا او نیوزیلنډ له لوبغاړو سره یوځای، د افغانستان د غوره لیګ په لوبډلو کې د ګډون لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د انګلستان له لوري الکس هېلز، ټایمل مېلز، جو کلارک، اولي سټون، معین علي، لوک ووډ، ټام مورز او کریس ووډ له لوبډلو سره قراردادونه لاسلیک کړل.

د سکاټلنډ جورج مونسي او د ایرلنډ تکړه هر اړخیز لوبغاړی، کورټیس کمفر، هم د دې لیګ لوبډلو جذب کړل.

د انګلستان ځینو نورو لوبغاړو، لکه ډیویډ مالان او جېمز وینس، هم په دې لیګ کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي وو.

انګلستان به د نورو ټولو هېوادونو په پرتله په دې لیګ کې ډېر بهرني لوبغاړي ولري.

د دې لیګ له نورو مشهورو لوبغاړو د سریلنکا کوسال پریرا، وانېندو هسارانګا، دوشمانتا چمیرا او کامېندو مېنډېس، د اسټرالیا ډارسي شارټ، د سویلي افریقا عمران طاهر او د بنګله‌دېش شکیب الحسن یادونه کولای شو.

د انګلستان او وېلز د کرېکټ بورډ د طالبانو د حکومت له بېرته واک ته رسېدو راهیسې له افغانستان سره د دوه‌اړخیزو سیالیو له ترسره کولو ډډه کړې ده. اسټرالیا هم ورته دریځ خپل کړی دی.

د پاچا درېیم چارلز د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړو په منځ کې لیدل کېږي.
د عکس تشریح، د پاچا درېیم چارلز د روان کال د جون میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د ښځو د کرېکټ له لوبډلې سره لیدنه وکړه.

خو له دې سره سره، انګلستان د کرېکټ په نړیوالو سیالیو کې، د نړیوالو جامونو او د اتلانو جام په ګډون، لا هم د افغانستان پر وړاندې لوبې کړې دي.

ناهیده سپان وویل: "زما لپاره د افغانستان ښځې او نجونې لومړیتوب لري. د هغوی حقونه، کرامت او ازادي تر هر لیګ او ورزشي فرصت ډېر ارزښت لري. په دې لیګ کې ګډون، پرته له دې چې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت او له هغوی سره پر کېدونکي چلند غور وشي، دا خطر لري چې نړۍ ته داسې پیغام ولېږدول شي چې د هغوی کړاوونه په اسانۍ سره له پامه غورځول کېدای شي."

"موږ باید هېڅکله چوپ پاتې نه شو"

د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړو څو ځله له کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) غوښتي چې یو ځل بیا یې د خپل هېواد د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني او اوږدمهاله مالي ملاتړ ورسره وکړي.

دوی اوس مهال د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د رسمي پېژندنې د نشتوالي له امله د "افغانستان د ښځینه کډوالو لوبډلې" تر نوم لاندې لوبې کوي.

د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې، د کرکټ نړیوالې شورا د انګلستان، اسټرالیا او هند د کرکټ له بورډونو سره په ګډه، د دغو لوبغاړو د مالي ملاتړ یو پروګرام اعلان کړ. دغه مالي ملاتړ د جولای په میاشت کې هم وغځول شو.

د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې یوې لوبغاړې فیروزې امیري وویل:

"زما په باور، هر نړیوال لوبغاړی چې په دې لیګ کې د ګډون په اړه فکر کوي، مسؤلیت لري چې سختې، خو اړینې پوښتنې مطرح کړي."

مېرمن امیري وویل: "تاسو دا ازادي لرئ چې انتخاب کړئ چېرته لوبې کوئ، د کوم سازمان استازیتوب کوئ او په کومو سیالیو کې ګډون کوئ؛ خو له دې ازادۍ سره یو مسؤلیت هم مل دی، هغه دا چې د هغه نظام په اړه پوه شئ چې ښايي تاسو په ناپامۍ سره د هغه په ملاتړ کې مرسته وکړئ."

افغان کرېکټ لوبغاړې
د عکس تشریح، د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړې په اسټرالیا کې د یوې دوستانه سیالۍ پر مهال. (ارشیفي انځور)

دې کرېکټ لوبغاړې زیاته کړه: "زه له نړیوالو لوبغاړو نه غواړم چې د افغانستان خلکو ته شا کړي. زه له هغوی غواړم چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د هغه نظام د مشروعیت ورکولو ترمنځ توپیر درک کړي چې په سیستماتیک ډول یې د ښځو حقونه ترې اخیستي دي."

سره له دې چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له یوه شرط، یعنې د ښځینه ملي لوبډلې لرلو او ملاتړ کولو، سره سم عمل نه دی کړی، خو د دغه هېواد نارینه‌وو لوبډلې لا هم په کرکټ نړیواله شورا کې خپل بشپړ غړیتوب ساتلی دی.

فیروزې امیري ټینګار وکړ چې د ښځینه لوبغاړو دریځ په دې معنا نه دی چې دوی د افغانستان د نارینه‌وو له لوبډلې څخه د ملاتړ د پرېښودو غوښتنه کوي.

هغې وویل: "تصور وکړئ چې ستاسو لور، خور یا مېرمن ته وویل شي چې یوازې د ښځینه‌توب له امله د ښوونځي ته د تلو حق نه لري. تصور وکړئ چې ورته وویل شي ورزش نه شي کولای، خپل خوبونه نه شي پوره کولای او د ټولنې په عامه ژوند کې ګډون نه شي کولای."

مېرمن امیري زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې د کرېکټ پر پرمختګ خوښي نه شو ښودلی، په داسې حال کې چې د دغه هېواد نیم نفوس په بشپړه توګه له دې ورزش محروم شوی دی."

هغې په پای کې وویل: "اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د کرېکټ نړیواله شورا چمتو ده چې کله د افغانستان د ښځو خبره مطرح کېږي، خپلو اعلان شویو ارزښتونو ته ژمنه پاتې شي او که نه؟"