د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې؛ سکاټلنډ هم له افغانستان سره دوه‌اړخیزې کرېکټ سیالۍ ځنډوي

کرېکټ لوبغاړي
د عکس تشریح، د افغانستان او سکاټلنډ د کرېکټ لوبغاړي د یوې سیالۍ پر مهال.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې اعلان کړی چې له افغانستان سره به د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له رسمي سیالیو پرته نورې لوبې نه تنظیموي. دې ادارې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت او د بشري حقونو د پراخو اندېښنو له امله دا پرېکړه کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دې راپور تر خپرېدو پورې د سکاټلنډ دې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو حکومت له بېرته رسېدو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو ورزش په عملي توګه له منځه تللی دی. همدارنګه، د ښځو زد‌کړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی هم په پراخه کچه محدود شوی دی.

د طالبانو حکومت وايي چې د خپلې اسلامي شریعت د تفسیر او سیمه‌ییزو دودونو له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او ټینګار کوي چې کورنۍ چارې باید په خپله د هېواد په دننه کې حل‌وفصل شي.

د سکاټلنډ دا پرېکړه د اسټرالیا د کرېکټ ادارې او د انګلستان او وېلز د کرېکټ بورډ له هغو پرېکړو سره ورته والی لري چې له افغانستان سره یې دوه‌اړخیزې سیالۍ ځنډولې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی و.

د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل:

"دا تګلاره به هر کال یو ځل بیا وارزول شي، یا به د کرېکټ نړیوالې شورا د هرې مهمې پرېکړې او یا په شرایطو کې د هر ډول پام وړ بدلون وروسته بیا تر غور لاندې ونیول شي."

دې ادارې زیاته کړه چې د دې پرېکړې بنسټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون د پراختیا لپاره د دوی ژمنتیا او په افغانستان کې بشري وضعیت دی.

د سکاټلنډ د کرېکټ لوبډلې کپتان ریچي بیرنګټن، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲مه د هند په بنګلور ښار کې د افغانستان له لوبغاړي محمد نبي سره د لاس ورکولو پر مهال. دا لیدنه د ۲۰۲۶ کال د نارینه‌وو د شل اوریز نړیوال جام له پیل مخکې په یوه تمریناتي سیالۍ کې شوې وه.
د عکس تشریح، د سکاټلنډ د کرېکټ لوبډلې کپتان ریچي بیرنګټن، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲مه د هند په بنګلور ښار کې د افغانستان له لوبغاړي محمد نبي سره په لاس د روغبړ پر مهال.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د کرېکټ له بورډ (ACB) د دې پرېکړې په اړه د نظر غوښتنه کړې ده.

سکاټلنډ د ۲۰۲۱ کال د شل اوریز نړیوال جام راهیسې له افغانستان سره په یوه بشپړه نړیواله سیالۍ کې نه دی مخ شوی. خو د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې د نارینه‌وو د سیالیو لپاره د تمریناتي اسانتیاوو غوښتنه کړې وه.

د دغې ادارې په وینا، د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر په میاشت کې هم د افغانستان د شل اوریز غوره لیګ په تړاو په سکاټلنډ کې د تمریناتي اسانتیاوو بله غوښتنه کړې وه.

د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې همدارنګه ویلي چې د لوبغاړو پر وړاندې به خپلو قراردادي ژمنو ته پام وکړي او که د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان غوره لیګ ته رسمي منظوري ورکړي، نو لوبغاړو ته به د نه‌مخالفت تصدیق‌لیکونه (NOCs) صادر کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "که یو لوبغاړي یا لوبغاړو ته د نه‌مخالفت تصدیق‌لیک صادر شي، په دې لیګ کې د هغوی ګډون باید د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې له خوا د افغانستان د اوسني نظام یا د هغه د پالیسیو د ملاتړ په توګه تعبیر نه شي."