د "چتم هاوس" جایزه د افغانستان ښځو ته ورکړل شوه

زنان افغان
د عکس تشریح، د دې جایزې د ورکړې مراسم د دوشنبې په ماښام، د اکتوبر په نهمه، په لندن کې ترسره شول.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان ښځو د "زړورتیا، ټینګښت او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځورونې پر وړاندې مقاومت" له امله د بریتانیا د شاهي نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ (چتم هاوس) د سږني کال جایزه وګټله.

دا جایزه هر کال هغه شخص، اشخاصو یا سازمان ته ورکول کېږي چې د چتم هاوس غړي یې په تېر کال کې د نړیوالو اړیکو د ښه‌والي لپاره تر ټولو اغېزناک وبولي.

د دې جایزې د ورکړې مراسم د دوشنبې په ماښام، د اکتوبر په نهمه، په لندن کې ترسره شول. د افغانستان د ښځو د استازې په توګه د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ ګول‌ساتونکې الهه صفدري دا جایزه ترلاسه کړه.

دغه جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس پخوانۍ مشرې ترزا مې هغې ته ورکړه.

د مراسمو په یوه برخه کې، شهرزاد اکبر، زهرا جویا، ارزلا اشرف نعمت، بنفشه یعقوبي او فوزیه کوفي له لیز دوست سره، چې د بي‌بي‌سي خبریاله ده، د افغانستان د ښځو د وضعیت او له هغوی څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.

چتم هاوس په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د افغانستان ښځې د زدکړو، کار، په عامه ژوند کې د ګډون او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ خو له دې محدودیتونو سره سره، لا هم په بېلابېلو لارو د خپلو حقونو د دفاع لپاره هڅې کوي.

د چتم هاوس اجرائیوي مشرې، برونوین مدوکس، ویلي، چې د افغانستان ښځو د "زد‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د حذفولو د سیستماتیکو هڅو" پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړی او د خپلو حقونو او د راتلونکو نسلونو د حقونو دفاع یې کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان د ښځو مقاومت، له مدني لاریونونو نیولې، د پټو ښوونیزو شبکو تر جوړولو او د بشري حقونو د سرغړونو تر مستندسازۍ پورې، د نړۍ پام د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته اړولی دی.

د چتم هاوس جایزه له ۲۰۰۵ کال راهیسې د بریتانیا د شاهي نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ (چتم هاوس) له خوا ورکول کېږي.

چتم هاوس
د عکس تشریح، د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ ګول‌ساتونکې الهه صفدري د افغانستان د ښځو په استازیتوب دغه جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه هغه شخص، ډلې یا سازمان ته ورکول کېږي چې د نړیوالو اړیکو په ښه‌والي او د نړیوالې همکارۍ په پراختیا کې یې تر ټولو ډېر رول لوبولی وي. وروستی ګټونکی د دې بنسټ د کارپوهانو له خوا تر نوماند کېدو او د غړو تر رایې ورکولو وروسته ټاکل کېږي.

په تېرو کلونو کې ګڼو پېژندل شویو څېرو او بنسټونو دغه جایزه ګټلې ده؛ چې په هغو کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان، د خبریالانو د ساتنې کمېټه او د امریکا نیکوکارې میلیندا ګېټس شامل دي.

سږکال د افغانستان ښځو ته د دې جایزې ورکول په داسې حال کې دي، چې د بشري حقونو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جایزې تنظیموونکي وايي، د افغانستان د ښځو ټاکل د هغوی د ټولیز مقاومت د ستاینې او د هغوی د وضعیت په اړه د نړیوالو پام د ساتلو یوه هڅه ده.