د ۲۰۲۶ نومبر پر ۱۳مه د نړۍ د پای ډنډوره له کومه ځایه راغلې ده؟

رسمي انځوریز توضیح د نړیوالې تودوخې د مفهوم په اړه: د ځمکې کره د بشري فعالیتونو له امله د سوځېدو له ګواښ سره مخ ده. (درې‌بعدي انځور)
    • Author, مجدي القسوس
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د "نړۍ د پای" فرضیه یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر عربي رسنیو کې په پراخه کچه مطرح شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه، چې د جمعې ورځ ده، دا دي راورسېده. دغه نېټه له یوې علمي څېړنې سره تړاو لري چې ۶۶ کاله وړاندې خپره شوې وه او د ځمکې پر کره د نفوس د ودې راتلونکی یې څېړلی و.

دا خپره شوې ادعا د هغې څېړنې پر بنسټ ده چې درېیو څېړونکو د ۱۹۶۰ کال د نومبر په څلورمه د امریکا په "ساینس" علمي مجله کې د "قیامت: د نومبر ۱۳مه، جمعه" تر پاروونکي سرلیک لاندې خپره کړې وه.

څېړونکو په خپله څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلي وو چې که د نړۍ د نفوس وده د هغو شاوخوا دوو زرو کلونو د بهیر له مخې دوام وکړي چې دوی څېړلی و، نو د دوی د ریاضيکي ماډل له مخې به د انسانانو شمېر په نظري توګه د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې بې‌پایه شي.

خو ایا څېړونکو په رښتیا د بشریت له منځه تلو خبره کړې وه؟ او ایا دا نېټه د کوم نړیوال ناورین یا داسې پېښې له علمي پلوه کومه ځانګړې مانا لري چې پر ځمکه ژوند پای ته ورسوي؟

دا کیسه له کومه ځایه پیل شوه؟

د مصر (وطني) ورځپاڼه کې د میشیل تکلا مقاله
د عکس تشریح، د مصرۍ "وطني" ورځپاڼې یوه لنډه ټوټه، چې د ۱۹۶۴ کال د نومبر په ۲۹مه میشل تکلا لیکلې وه او سرلیک یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۳مه د نړۍ د پای ته رسېدو په اړه خبرې کوي.

د دغې څېړنې ریښې د اتریشي الاصله امریکايي فزیکپوه هاینز فون فورسټر تر کار پورې رسېږي. نوموړي دا څېړنه له دوو نورو څېړونکو، پاتریشیا مورا او لارنس امیوټ سره په ګډه چمتو کړې وه. دوی ټولو د امریکا د ایلینوی پوهنتون د برېښنايي انجینرۍ په څانګه کې کار کاوه.

څېړونکو د نړۍ د نفوسو د شمېر په اړه د تاریخي اټکلونو له یوې ټولګې ګټه واخیسته. په دې ټولګه کې ۲۴ اټکلونه شامل وو چې د میلادي دورې له پیله تر ۱۹۵۸ کال پورې یې موده رانغاړله. دوی هڅه وکړه چې د دغو معلوماتو له لارې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د شمېر د بدلون بهیر درک کړي.

څېړونکو یوازې دا فرضیه وړاندې نه کړه چې د نفوس شمېر په ثابت نرخ زیاتېږي، بلکې یو ریاضيکي ماډل یې جوړ کړ چې د چټکې ودې یا په اصطلاح "له نمایي کچې د لوړې ودې" (Hyperbolic Growth) پر مفکورې ولاړ و. په دې ماډل کې نه یوازې د نفوس شمېر زیاتېږي، بلکې د زیاتوالي چټکتیا یې هم د وخت په تېرېدو لوړېږي.

په دې ماډل کې داسې انګېرل شوې وه چې د انسانانو د اړیکو، همکارۍ، د ټولنو د جوړولو او د ائتلافونو د رامنځته کولو وړتیا هغوی ته دا امکان برابروي چې داسې لارې چارې رامنځته کړي، چې د چاپېریال ځینې محدودیتونه له منځه یوسي او په دې توګه د خپل ژوند د دوام او نسل زیاتولو وړتیا پیاوړې کړي.

کله چې څېړونکو دغه معادله پر تاریخي معلوماتو تطبیق کړه، دې پایلې ته ورسېدل چې د دوی ریاضيکي ماډل په ۲۰۲۶.۸۷ کال کې د "انفرادي نقطې" (Singularity) ته رسېږي، چې د نومبر میاشتې له منځنیو ورځو سره نژدې سمون لري.

په دې توګه، د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه د څېړنې په سرلیک کې راغله. دا هغه نېټه وه چې د ماډل له مخې، که د نفوس وده د همدغو فرضیو له مخې دوام وکړي، د انسانانو شمېر به بې‌پایه شي.

د څېړنې سرلیک ښايي په لومړي نظر کې د نړۍ د پای د یوې وړاندوینې په څېر ښکاره شي، خو د څېړونکو موخه په بشپړه توګه بله وه.

څېړونکو نه د ځمکې له یوې ستورمزلي سره د ټکر، نه د لمر د چاودنې او نه هم د ویجاړوونکو زلزلو او اورشیندو غرونو په اړه خبرې کړې وې. هغوی د کومې طبیعي پېښې له امله د بشریت د له منځه تلو نېټه هم نه وه ټاکلې.

بلکې دوی د "قیامت" اصطلاح د هغې فرضي ریاضيکي نقطې د تشریح لپاره کارولې وه چې د دوی د معادلې له مخې، د نفوس وده پکې بې‌پایه ارزښت ته رسېږي؛ داسې څه چې په فزیکي نړۍ کې یې تحقق ناشونی دی.

په بله وینا، دلته بې‌پایښتوب په دې معنا نه دی چې په رښتیا به د ځمکې پر مخ د انسانانو شمېر دومره شي چې شمېرل یې ناشوني وي؛ بلکې دا هغه ریاضيکي پایله ده چې د یوه ځانګړي ماډل د راتلونکي پر لور د غځولو او د هغه د شرایطو د نه بدلېدو د فرضیې له امله رامنځته کېږي.

د څېړنې د اصلي متن لوستل ښيي چې څېړونکي په دې پوهېدل چې دغه ماډل د چاپېریال، سرچینو او د نفوسو د ژوند پر شاوخوا شرایطو د اغېزو له په پام کې نیولو پرته نه شي تطبیقېدای. دغه عوامل کولای شي د زېږون او مړینې پر کچه اغېز وکړي او د نفوسو د ودې بهیر بدل کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د میشیل تکلا د ۱۹۶۴ کال د خپرې شوې مقالې اړیکه څه ده؟

په هغو ژورنالیستیکو مطالبو کې چې په دې تړاو یو ځل بیا خپاره شوي، د مصر د "وطني" ورځپاڼې یوه زړه شوې او پرې شوې پاڼه هم شته چې د ۱۹۶۴ کال د نومبر ۲۹مې نېټې ده. پر دې مطلب د لیکوال میشیل تکلا لاسلیک لیدل کېږي او سرلیک یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۳مه د نړۍ د پای ته رسېدو په اړه دی.

یو شمېر مصري رسنیو د دغې زړې ورځپاڼې د پاڼې انځور بیا خپور کړی، چې له شپږو لسیزو د ډېر وخت له تېرېدو وروسته یې د دې کیسې په اړه یو ځل بیا د خلکو پام راړولی دی.

خو مهمه ده چې د ورځپاڼې د مقالې او اصلي علمي څېړنې ترمنځ توپیر وشي. هغه څېړنه چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه یې د نفوسو د ودې د ریاضيکي ماډل له مخې یاده کړې، په ۱۹۶۰ کال کې فون فورسټر او د هغه دوو همکارانو خپره کړې وه، نه دا چې میشیل تکلا چمتو کړې وي.

په وروستیو ژورنالیستیکو راپورونو کې د تکلا د مقالې د محتوا په اړه بېلابېل روایتونه هم خپاره شوي دي. ځینو راپورونو دا مقاله د نفوسو د ودې له څېړنې سره تړلې، په داسې حال کې چې نورو بیا هغه ته د لمر د فعالیت، اقلیمي بدلونونو او طبیعي ناورینونو په اړه د فرضیو یادونه منسوبه کړې ده.

له همدې امله، دا سمه نه ده چې دغه فرضیې په یوه واحده علمي نظریه کې سره یوځای شي، یا ټولې د فون فورسټر د څېړنې پایلې وبلل شي؛ تر هغه چې د تکلا د اصلي مقالې بشپړ متن ترلاسه او له علمي سرچینې سره پرتله شوی نه وي.

"د لمر فعالیت"

د لمر نژدې انځور چې د هغې پر سطحه او تاج کې لمریز فعالیت او سترې اورلرونکې لمریزې لمبې ښيي. – عکاسي.
د عکس تشریح، لمریز فعالیت یوه پېژندل شوې طبیعي پدیده ده. لمر د فعالیت له بېلابېلو دورو تېرېږي چې په ترڅ کې یې د فعالیت کچه بدلېږي.

د هغو روایتونو له ډلې چې د میشیل تکلا له مقالې سره په تړلو ځینو رسنیزو راپورونو کې راڅرګند شوي، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۳مه د لمر د بې‌ساري فعالیت یادونه ده، چې ویل کېږي ښايي له امله یې مقناطیسي ګډوډۍ او طبیعي ناورینونه رامنځته شي.

خو باید د لمر د واقعي لمریز توپانونو او دې ادعا ترمنځ توپیر وشي چې ګواکې په یوه مشخصه ورځ به د لمر له امله ځانګړی ناورین رامنځته شي.

لمریز فعالیت یوه پېژندل شوې طبیعي پدیده ده. لمر د فعالیت له بېلابېلو دورو تېرېږي چې په ترڅ کې یې د فعالیت کچه بدلېږي. کله کله له لمر د تاجي کتلې وتل (Coronal Mass Ejections) او لمریزې لمبې (Solar Flares) هم رامنځته کېږي، چې د ځمکې پر مقناطیسي ډګر اغېز کولای شي.

پیاوړي لمریز توپانونه د مخابراتي سیستمونو، سپوږمکيو او د لارموندنې سیستمونو د ګډوډۍ لامل کېدای شي او همدارنګه د برېښنا پر شبکو اغېز کولای شي.

خو د دغو خطرونو شتون په دې معنا نه دی چې لمر به په یوه ټاکلې نېټه ځمکه ویجاړه کړي.

همدارنګه، په ۱۹۶۰ کال کې په "ساینس" مجله کې خپره شوې د نفوسو د ودې څېړنه هېڅ داسې شواهد نه وړاندې کوي چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه دې د لمر له فعالیت، جیولوژیکي ناورینونو یا اقلیمي پېښو سره تړاو ولري.

"د نومبر په ۱۳مه د کومې بې‌سارې پېښې نښې نښانې نشته"

اردنی ستورپوه عماد مجاهد
د عکس تشریح، اردنی ستورپوه عماد مجاهد

د هغو خپرو شویو ادعاوو د حقیقت معلومولو په موخه چې ګواکې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۳مه به یوه فضايي پېښه ځمکه له ګواښ سره مخ کړي، ستورپوه عماد مجاهد ویلي چې د لمر فعالیت په روان کال کې خپل اوج ته رسېږي، خو دا یوه داسې پدیده ده چې ساینسپوهان یې له لسیزو راهیسې له مخکې پېژني او کومه ناڅاپي یا غیرمتوقع پېښه نه ده.

مجاهد له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې څرګنده کړې چې د لمر فعالیت له طبیعي دورو تېرېږي او لمریز توپانونه هغه طبیعي پدیدې دي چې د کایناتو له رامنځته کېدو راهیسې پېښېږي؛ خو علمي او ټکنالوژیک پرمختګ ساینسپوهانو ته دا وړتیا ورکړې چې دغه پدیدې وڅاري، تعقیب یې کړي او د پخوا په پرتله یې په ښه توګه وړاندوینه وکړي.

هغه زیاته کړې چې د نومبر په ۱۳مه داسې هېڅ پېژندل شوې یا اټکل شوې فضايي پېښه نشته چې د ځمکې د خوندیتوب په اړه د اندېښنې یا وېرې لامل شي.

د ریاضيکي معادلو یا فضايي ماډلونو په وسیله د نړۍ د پای د نېټې د ټاکلو د امکان په اړه مجاهد دا احتمال رد کړی او ټینګار یې کړی چې په ستورپوهنه یا کایناتي علومو کې داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې د نړۍ پای رانږدې شوی وي.

نوموړي اشاره کړې چې د دغې نېټې په اړه خپرې شوې ادعاوې د ستورپوهنې د متخصصینو پر څرګندونو یا خبرداریو نه دي ولاړې، بلکې بېلابېلې ادارې او اشخاص یې د ټولنیزو رسنیو او نورو خپرندویو پلاتفورمونو له لارې، له کوم علمي بنسټ پرته، یو له بله سره شریکوي.

دغه څرګندونې د دې لپاره دي چې د پېژندل شویو طبیعي پدیدو، لکه د لمر د فعالیت دورو او لمریزو توپانونو، او هغو ناتایید شویو تعبیرونو ترمنځ توپیر روښانه کړي چې دغه پدیدې د نړۍ د پای له وړاندوینو سره تړي.

ولې د ۱۹۶۰ کال ریاضيکي محاسبې عملي بڼه خپله نه کړه؟

د ۱۹۶۰ کال د پخوانۍ معادلې د ۲۰۲۶ کال پر واقعیتونو د تطبیق اساسي ستونزه په دې فرضیه کې وه چې ګواکې د نفوسو پخوانۍ وده به له کوم بنسټیز بدلون پرته همداسې دوام وکړي.

خو نړۍ په تېرو څو لسیزو کې د نفوسو، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پام وړ بدلونونه تجربه کړل، چې په مستقیم ډول یې د زېږون، مړینې او د نفوسو د زیاتوالي پر کچو اغېز وکړ.

د نفوسو د احصایوي معلوماتو له مخې، د نړۍ د نفوسو د ودې کچه د تېرې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې خپل اوج ته ورسېده او له هغه وروسته یې په تدریجي ډول د کمېدو بهیر پیل کړ.

دا په دې معنا ده چې د نفوسو د ودې واقعي بهیر د هغه ریاضيکي منحني له مخې دوام ونه کړ چې څېړونکو په ۱۹۶۰ کال کې کارولې وه.

د نړۍ د نفوسو شمېر، چې د دغې څېړنې د خپرېدو پر مهال شاوخوا درې میلیارده اټکل شوی و، اوس له اته میلیارده کسانو اوښتی دی؛ خو په هېڅ ډول هغه بې‌پایښتوب ته نه دی نژدې شوی چې په معادله کې یې وړاندوینه شوې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو وروستي اټکلونه د هغه سناریو پرتله چې پخوانۍ څېړنې وړاندې کړې وه، په بشپړه توګه بل انځور ښيي.

د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګې د "۲۰۲۴ کال د نړۍ د نفوسو د لرلید" راپور له مخې، تمه وه چې د نړۍ د نفوسو شمېر به په ۲۰۲۴ کال کې له شاوخوا ۸.۲ میلیارده کسانو د روانې پېړۍ د ۲۰۸۰مې لسیزې تر نیمايي پورې نژدې ۱۰.۳ میلیارده کسانو ته لوړ شي. له هغه وروسته به په تدریجي ډول کم شي او تر ۲۱۰۰ کال پورې به شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده کسانو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو اټکلونه ښيي چې په روانه پېړۍ کې د نړۍ د نفوسو د شمېر اوج ته رسېدو احتمال نور هم زیات شوی دی. د دې لامل په یو شمېر هغو هېوادونو کې چې د نفوسو ګڼه ګوڼه پکې لوړه ده، د زېږون د کچې تر تمې چټک کمښت دی.

دغه وړاندوینې د نفوسو د ننګونو په ماهیت کې مهم بدلون څرګندوي؛ ځکه په ډېرو هېوادونو کې موضوع نور یوازې د نفوسو د زیاتوالي په اړه اندېښنه نه ده، بلکې د زېږون د کچې کمښت، د ژوند د منځني عمر لوړېدل او د زړو کسانو د شمېر زیاتوالی هم پکې شامل دي.

له همدې امله، د نفوسو اوسني بهیرونه د ۱۹۶۰ کال د هغې ریاضيکي معادلې د بنسټیزې فرضیې ملاتړ نه کوي.