تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوې کورنۍ پنځه پرلپسې نسلونه چې د زوکړې ورځ یې یوه ده
کله چې د امریکا اوسېدونکی کوچنی ارتور بېل د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۴مه نړۍ ته راغی، مور او پلار یې ډېر خوښ ځکه وو، ځکه چې د هغه د خپلې مور اېما (چې په ۱۹۹۷ کال کې زېږېدلې) د زوکړې له ورځې سره یې د زوکړې ورځ یوه وه.
همدارنګه، د هغه د نیکه ډونلډ (په ۱۹۷۲ کال کې زیږېدلی) د زوکړې ورځ هم له همدې ورځې سره برابره وه.
د هغه د کړوسي نیا اېډي (په ۱۹۴۹ کال زیږېدلی) او د هغې د نیکه وېلبر د زوکړې ورځ هم همدا وه. وېلبر په ۱۹۰۷ کال کې د دې کورنۍ د ځانګړي دود بنسټ اېښی و.
هو، همداسې ده! د ارتور په زېږېدو، دې امریکايي کورنۍ د ثبت شوي بشري تاریخ په اوږدو کې د یوې ورځې د زوکړې لرونکو تر ټولو ډېرو نسلونو د ګینس نړیوال ریکارډ خپل کړ.
د څلورو نسلونو پخوانی او له اوږدې مودې راهیسې لانجمن ریکارډ، چې له ۱۸۰۰مو کلونو راهیسې په ورته وخت کې اوو بېلابېلو کورنیو درلود، اوس مات شوی دی. د بېل او هارلو کورنۍ لومړنۍ کورنۍ ده چې دا د زوکړې ځانګړې ناڅاپي لړۍ یې د پنځو پرلهپسې نسلونو تر مخه رسېدلې ده.
دوی د ګینس نړیوالو ریکارډونو ادارې ته ویلي، چې کله یې په کورنۍ کې د څلورو پرلهپسې نسلونو د زوکړې ورځې د سپټمبر له ۱۴مې نېټې سره برابرې وې، نو د دې پېښې پر کمیابه پېښېدو پوه وو؛ خو د رسمي ریکارډ لپاره یې هغه مهال غوښتنلیک ورنه کړ، تر هغه چې خبر شول د دویم ماشوم د زېږون اټکلي نېټه هم ښايي له همدې ځانګړې ورځې سره برابره شي.
او همداسې وشول! کوچني ارتور هم د کورنۍ دا دود ژوندی وساته او ان د هلک او نجلۍ د زوکړې نوبتي لړۍ یې هم جاري وساتله: هلک، نجلۍ، هلک، نجلۍ، هلک.
د ارتور مور اېما وویل: "موږ تل په دې پوهېدو چې د څلورو نسلونو په لرلو مو یو ریکارډ درلود، خو هېڅکله مو د ثبت لپاره غوښتنلیک نه و ورکړی، ځکه زموږ هیله دا وه چې پنځم نسل هم د سپټمبر په ۱۴مه وزېږي. بالاخره همداسې وشول!
نو موږ غوښتنلیک ورکړ؛ ناوخته خو ښه ده، تر دې چې هېڅ نه وي. اوس دا ریکارډ یوازې زموږ په نوم ثبت دی او له بلې کورنۍ سره یې نه شریکوو."
د ارتور نیکه، ډونلډ هارلو، زیاته کړه: "خدای په ښکلو لارو خپل کارونه ترسره کوي."
د کوچني ارتور کړوس نیکه، وېلبر هارلو (د ۱۹۰۷ کال د سپټمبر په ۱۴مه زېږېدلی)، د هغه د مور له کورنۍ و. له بده مرغه، وېلبر د خپل لمسي ډونلډ تر زېږېدو مخکې وفات شوی و.
وېلبر د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د پوستې د ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کوله او د امریکا د آیوا ایالت په بروکس ښار کې یې د هارلو په نوم یو عمومي پلورنځی هم درلود.
د ۱۹۴۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه، وېلبر او مېرمنې یې د خپلې لور اېډي هارلو زېږون ولمانځه. اېډي د ډونلډ مور وه او د خپل پلار په کلیزه کې نړۍ ته راغله. په دې توګه د کورنۍ دا ځانګړې تصادفي لړۍ پیل شوه.
اېډي د دوو لسیزو د زیاتې مودې لپاره د امریکا د نبراسکا ایالت لا ویسټا ښار کې د پولیسو د مشرې په دفتر کې د سکرترې په توګه دنده ترسره کړه. له تقاعد وروسته یې د خپلو ټولګو په زیاتولو او له خپلو خپلوانو او عزیزانو سره په وخت تېرولو کې ځانګړې مینه لرله.
د هغې زوی، ډونلډ هارلو، هم د ۱۹۷۲ کال د سپټمبر په ۱۴مه زېږېدلی و. ډونلډ وروسته د اېما پلار شو او اېما هم د خپلې زوکړې په ورځ خپل زوی ارتور نړۍ ته راوړ.
په دې توګه، د دې کورنۍ پنځه نسلونه د سپټمبر په ۱۴مه زېږېدلي او د ګینس نړیوال ریکارډ یې خپل کړی دی.