تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې او قطر د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړ
د ترکیې ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني خپلمنځي دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې دغو مشرانو د جمعې پر ورځ د ترکیې په استانبول کې لیدلي او د متقابلې دفاع دا تړون یې لاسلیک کړی دی.
ولسمشر اردوغان د دې کتنې پر مهال ویلي چې ترکیه او قطر به په فارس خلیج سیمه کې د جګړې د بیا پیلېدو د مخنیوي، خبرو اترو ته د زمینې برابرولو او د سولې ټینګښت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې دواړه هېوادونه غواړي د انرژۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پراخې او متنوع کړي، او د دفاعي صنایعو په برخه کې به هم د دوی اړیکې لا پسې پیاوړې شي.
د ترکیې ولسمشرۍ دفتر تر اوسه د دې نوي تړون جزییات نه دي خپاره کړي.
ترکیې تر دې مخکې د روان کال اګست میاشت کې د سعودي عرب په مکې مکرمې ښار کې له کوربه هېواد او پاکستان سره هم یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
د مکې تړون له مخې، په دغو درېیو هېوادونو کې پر هر یوه برید د تړون پر درې واړو غړو ګڼل شوی.
د مکې دفاعي تړون همدا تېره اوونۍ د ترکیې پارلمان تصویب کړ.
دغه تړون انقرې ته د دې لار هواروي، چې سعودي ته پوځي مرستې ولېږي.
سعودي دا مهال د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له بریدونو سره مخامخ دی.