ترکیې او قطر د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړ

ترکیه او قطر مشران یو بل ته سندونه ورکوي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د ترکیې ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني خپلمنځي دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

رپوټونو کې ویل شوي چې دغو مشرانو د جمعې پر ورځ د ترکیې په استانبول کې لیدلي او د متقابلې دفاع دا تړون یې لاسلیک کړی دی.

ولسمشر اردوغان د دې کتنې پر مهال ویلي چې ترکیه او قطر به په فارس خلیج سیمه کې د جګړې د بیا پیلېدو د مخنیوي، خبرو اترو ته د زمینې برابرولو او د سولې ټینګښت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې دواړه هېوادونه غواړي د انرژۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پراخې او متنوع کړي، او د دفاعي صنایعو په برخه کې به هم د دوی اړیکې لا پسې پیاوړې شي.

د ترکیې ولسمشرۍ دفتر تر اوسه د دې نوي تړون جزییات نه دي خپاره کړي.

ترکیې تر دې مخکې د روان کال اګست میاشت کې د سعودي عرب په مکې مکرمې ښار کې له کوربه هېواد او پاکستان سره هم یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د مکې تړون له مخې، په دغو درېیو هېوادونو کې پر هر یوه برید د تړون پر درې واړو غړو ګڼل شوی.

د مکې دفاعي تړون همدا تېره اوونۍ د ترکیې پارلمان تصویب کړ.

دغه تړون انقرې ته د دې لار هواروي، چې سعودي ته پوځي مرستې ولېږي.

سعودي دا مهال د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له بریدونو سره مخامخ دی.