منځني ختیځ کې ډېرېدونکی کړکېچ؛ سپاه‌ پاسداران وايي بحرین کې یې د امریکا پر یوه رادار برید کړی

ایران توغندي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د دغه هېواد د هرمزګان په سیریک ولسوالۍ کې یې د امریکا د تېرې شپې هوايي برید په ځواب کې په بحرین کې د امریکایي ځواکونو د "خبرداري رادار" په نښه او ویجاړ کړی دی.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې چې نن (جمعه) سهار د ایران رسمي خبري رسنیو خپره کړې، ویلي: "دا په هرمز تنګي کې یرغلګر دښمن ته یو جدي خبرداری دی، چې خپل هوايي شرارت او د تېلو قاچاق ودروي."

اعلامیه کې زیاته شوې که بیا "سرغړونو او یرغل" کېږي، نو د سپاه پاسداران فضايي ځواک یې مقابلې لپاره په بشپړ ډول چمتو دی.

سپاه پاسداران ګواښ کړی، "هغه سرغړونکي شرکتونه به له جدي سزاګانو سره مخامخ شي چې د یرغلګر دښمن د تېر ایستلو له کبله راځي."

له دې اعلان یو ساعت مخکې، د ایران خبري اژانسونو پر سیریک د هوايي برید راپور ورکړی و.

د ایران سپاه پاسداران برید تایید کړ او ویې ویل، د بریدونو پر مهال په فارس خلیج سیمه کې د مخابراتو یو برج په نښه شوی دی.

د امریکا او ایران لخوا پر یو بل د دغو تازه بریدونو خبر داسې مهال ورکړ شوی، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که د پرمختګونو په لوري کې بدلونونه وویني، نو له ځنډ پرته به د ایران پر وړاندې بیا د پوځي ځواک د کارېدو ګام واخلي.

هغه له سلیم نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، "که حالت برعکس وګورم، دا کار به وکړم. ممکن همدا اوس دا وکړم. پرته له کوم ځنډه."

ښاغلي ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د ایران حکومت د ده د ولسمشرۍ مودې تر پای ته رسېدو پورې واک کې پاتې شي، نو دا به د ده د ماتې په معنا وي که نه؟ نوموړي وویل:

"هو، دا به یوه ماتې وي. قطعا."

ټرمپ سټېج ته ولاړی دی،

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ په داسې حال کې بیا ډېرېږي، چې د قطر په منځګړیتوب یې د روغې جوړې هڅې هم روانې دي.

دا چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو دا تازه هڅې کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي، د فارس خلیج په څنډو کې د امریکا محدودو بریدونو د شخړو د بیا پراخېدو اندېښنه زیاته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم دې ته په کتو پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي:

"د ایران پر وړاندې د تېري یا غیر انساني اقتصادي ترهګرۍ په کړنو کې هر ډول مستقیم یا غیر مستقیم ګډون، د سمندري ځواکونو، پوځي او لوژیستیکي تجهیزاتو او بشري ځواکونو د ځای پر ځای کولو په ګډون به، یو دښمنانه او غیر قانوني عمل وګڼل شي او دا به د ایران پر وړاندې د امریکا د تېري په څېر وي."

ښاغلي بقايي دا د ملګرو ملتونو له منشوره سرغړونه بللې ده.

دغه ایراني ډیپلومات د خبرداري په بڼه ویلي: "د بېړۍ چلولو د ازاد تګ راتګ د خوندیتابه یا 'له سمندري غلو سره د مبارزې' په څېر ظاهرآ مشروع پلمې د دغو کړنو غیرقانوني او دښمنانه بڼه نه بدلوي."

هغه زیاته کړې، "زموږ پیغام روښانه او پرېکنده دی، هر هغه هېواد چې په دې ډول غیرقانوني تېریو کې برخه اخلي، د پایلو بشپړ مسوولیت به یې پر غاړه وي."

سپاه پاسداران: لېرې پرتې اډې هم خوندي نه دي

ایران
د عکس تشریح، جمال شاکرمي ویلي د امریکا لېرې پرتې اډې هم په نښه کولای شي

منځني ختیځ کې له زیاتېدونکي کړکېچ سره هممهاله د ایران د سپاه‌پاسداران د قوماندان یوه جګپوړي سلاکار جمال شاکرمي ویلي، ایران داسې نویو وسلو او تجهیزاتو ته لاسرسی موندلی، چې د امریکا لېرې پرتې اډې هم په نښه کولای شي.

ښاغلي شاکرمي ادعا کړې، په سیمه کې ۱۶ امریکایي اډې چې د ایران پر وړاندې د عملیاتو او استخباراتو د څارنې او پلان کولو مسؤلیت یې درلود، په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

نوموړي د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه ای، قوماندانانو او د دغه هېواد پر صنعتي او پوځي بنسټونو بریدونو ته په اشارې وویل، "د امریکا او اسرائیلو محاسبې غلطې وې او دا هېوادونه د هرمز تنګي کې د ویجاړۍ په درشل کې دي. "