کابل او مسکو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د روسیې د فدراسیون د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوله، د کابل او مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي، دغه تفاهملیکونه د پنجشنبې په ماښام (۲۱ د لړم) د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د دغو تفاهملیکونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ښاغلي فطرت لیکلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دواړو هېوادونو د یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې د یو شمېر افغان او روسي شرکتونو مسؤلینو د درملو، انرژۍ، غنمو، غوړیو، اوړو، غیرالکولي مشروباتو، تازه مېوو، د لمرګلي غوړیو او نورو توکو د وارداتو او صادراتو په برخو کې د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک کړي دي.
د دغو تفاهملیکونو له مخې، دواړه هېوادونه به د توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.
د روسیې د فدراسیون یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوله، د پنجشنبې په سهار کابل ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تر دې مخکې پر اېکس لیکلي وو، چې دغه پلاوی د پنجشنبې په غرمه (۲۱ د لړم) کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کابل په هوايي ډګر کې د ښاغلي اوورچوک هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، ARG @ARG_1880
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وروسته د افغانستان په ارګ کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره ولیدل.
همداشان د طالبانو له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره یې هم کتلي دي. ښاغلي حسن له ښاغلي اوورچوک سره په خبرو کې وویل، "ستاسو سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو پیاوړتیا لپاره تهداب جوړ کړي"
ملا محمد حسن اخوند پر نړیوال سټیج له افغانستان د روسیې د ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، "ستاسو ملاتړ به د دې لامل شي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره لا زیات فرصتونه برابر شي".
دغه راز اوورچوک د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده. نوموړي وویل، له ده سره د خصوصي سکتور شاوخوا ۷۰ استازي هم په دې سفر کې ملتیا کوي، چې د طالبانو حکومت له وزارتونو او اړوندو ادارو سره د پانګونې او سوداګریزو تفاهم لیکونو پر جزئیاتو او د خنډونو په لرې کولو بحثونه وکړي.
ښاغلي برادر په دې لیدنه کې وویل، چې په افغانستان کې د روسیې لپاره د پانګونې ډېر فرصتونه شته.

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روسیې د لومړي وزیر مرستیال کابل ته د سفر د پروګرام په اړه لیکلي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ به د زېربنايي پروژو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه هم خبرې او نظرونه تبادله شي.
د ښاغلي فطرت په وینا، د دې ترڅنګ به د طالبانو حکومت د اړوندو وزارتونو د وزیرانو او مسؤلینو او د روسیې د پلاوي په ګډون یوه غونډه هم جوړه شي. په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي او پراختیایي پروژو په اړه خبرې وشي. د یادونې وړ ده، چې په دې پلاوي کې د یو شمېر وزارتونو مسؤلین، سوداګر او پانګهوال هم دي.
روسیه یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
ښاغلی اوورچوک تر ټولو لوړپوړی روسی چارواکی دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یې افغانستان ته سفر کړی دی.
تر دې مخکې د چین په ګډون د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم کابل ته سفرونه کړي وو.



















