'امریکا کې هوايي حریم بېرته پرانیستل شوی خو د ګډوډۍ اغېزې به څو ورځې وي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډفي اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي حریم بېرته پرانېستل شوی، خو ویلي یې دي چې د رامنځته شوې ستونزې اغېزې به څو ورځې نورې هم وي.

هغه وویل: "دا مهال زموږ د هوايي ټرافیک د کنټرول مرکزونه بېرته فعال شوي، خو د الوتنو بیا پيل شته امکاناتو او سرچینو پورې تړلی دی."

هغه زیاته کړه: "یو څه وخت به ونیسي چې وکولای شو هغه وضعیت بشپړ کابو کړو چې نن ماسپښین رامنځته شوی و."

ښاغلي ډفي څرګنده کړه چې دا تخنیکي ګډوډي به پر نورو برخو هم پرلپسې اغېزې ولري. هغه وویل چې چارواکي د اوونۍ پای الوتنې ارزوي چې حالت بېرته عادي کېدو خوا ته راوګرځوي، نو ځکه به د دې ستونزې پایلې څو ورځې دوام وکړي.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) څو ساعته مخکې په ټول هېواد کې ټولې الوتنې ځنډولې وې. دغې ادارې ویلي چې دغه پرېکړه د "ځانګړو شرایطو او خوندیتوب دلایلو" له امله شوې ده.

د ادارې په ویناپاڼه کې راغلي: "د فدرالي هوايي چلند د قوماندې مرکز په لارښوونه، ټول هوايي ډګرونه د الوتنو د تم کېدو په حالت کې دي."

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډفي ویلي، وروسته له هغه چې د مخابراتي اړیکو یوه ستونزه پېښه شوه او د هوايي ټرافیک د کنټرول پر ټولو مرکزونو یې اغېز وکړ، په ټوله امریکا کې د الوتنو د درولو امر خپور شو.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک وېن مولین ویلي چې داسې هېڅ نښه نشته چې د هوايي ډګرونو د مخابراتي شبکې ګډوډي دې پر امریکا د کوم برید له امله رامنځته شوې وي.

هغه وویل: "دا یوازې د مخابراتي شبکې یو تخنیکي اختلال دی."

وروسته له هغې چې د فدرالي هوايي چلند ادارې په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو اعلان وکړ، ګڼو هوايي ډګرونو هم دا پرېکړه تایید کړه.

د دغو هوايي ډګرونو ډېرو یې له مسافرو غوښتي چې د خپلې الوتنې وضعیت له اړوندو هوايي شرکتونو سره وګوري.

د اتلانتا هوايي ډګر، د واشنګټن ډي سي ریګن هوايي ډګر، د میامي نړیوال هوايي ډګر او د جورج بوش هوايي ډګر له هغو هوايي ډګرونو دي چې د الوتنو ځنډول یې تایید کړي دي.

د راپورونو له مخې، د جمعې ورځې د الوتنو دې ځنډېدنې له امله له ۸۵۰۰ زیاتې الوتنې ځنډېدلې او نږدې ۸۰۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.

تر اوسه په کره ډول نه ده معلومه چې د اوسنۍ ستونزې اصلي لامل څه و، خو د امریکا د هوايي ټرافیک د کنټرول سیستمونه دومره زاړه دي چې له کلونو راهیسې پرې نیوکې کېږي.

تېر کال د امریکا کانګرېس د دې سیستمونو د نوي کولو لپاره ۱۲.۵ میلیارده ډالر تصویب کړل، خو ویل کېږي چې د بشپړې عصري کېدو لپاره لا ډېرې بودیجې ته اړتیا شته.

یوازې څو اوونۍ وړاندې، د فدرالي هوايي چلند ادارې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به هغه سیستمونه بدل کړي چې لا هم په فلاپي ډیسکونو متکي دي. فلاپي ډیسک د معلوماتو د زېرمه کولو یوه وسیله وه چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې په پراخه کچه کارېده.

وروستی ځل کله امریکا کې الوتنې درېدلې وې؟

دا یوازې دویم ځل دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې پېښو وروسته په امریکا کې په دې کچه د الوتنو سراسري درېدنه او ځنډ رامنځته کېږي.

د کرېنفیلډ پوهنتون د هوايي چلند استاد ډاکټر ګای ګراټن بي بي سي ته وویل: "ښکاري چې دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته تر ټولو جدي پېښه ده، که څه هم د هغې په کچه نه ده."

ډاکټر ګراټن همدارنګه په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې د الوتنو ځنډېدا ته اشاره وکړه، چې د هوايي چلند د بېړنیو خبرتیاوو او پیغامونو (NOTAM) په اډانه کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې وه.

هغه وویل: "هغې پېښې یو ساعت او ۵۲ دقیقې دوام وکړ، شاوخوا ۹۵۰۰ الوتنې یې وځنډولې او نږدې ۱۳۰۰ الوتنې یې لغوه کړې."

د ۲۰۲۳ کال د ګډوډۍ پر مهال د هوايي ټرافیک د خوندیتوب خبرتیاوې نه‌شوې خپرېدای او تر هغه چې سیستم بېرته عادي شوی نه و، الوتنې هم درېدلې وې.

خو د جمعې ورځې د پېښې موده د ۲۰۲۳ کال تر ورته پېښې ډېره اوږده وه.