BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولا کوټ ښار کې د امنیتي ځواکونو او د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې د غړو ترمنځ نښتو کې ډزې تبادله شوې دي. د لومړنیو رپوټونو له مخې په ډزو کې د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې یو شمېر غړي ټپي شوي دي، خو دقیق شمېر یې ځکه معلوم نه دی، چې ویل کېږي ټپیان روغتون ته نه دي لېږدول شوي. د جمو کشمیر ګډ ولسي عمل کمېټه یو سیاسي-ټولنیز سازمان دی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان تر واک لاندې کې د حکومت خلاف ګڼ احتجاجونه کړي دي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام: افغانستان بنګلهدېش ته ۲۳۲ منډې هدف ټاکلی
د افغانستان او بنګلهدېش له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې لوبه روانه ده. د کرېکټ اسیايي شورا دا یو ورځنۍ سیالۍ همدا نن (پنجشنبه د نومبر ۵مه) د عمان د مسقط په العامرات ښار کې پیل شوې.
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړ
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی. د رایو شمېر لا هم روان دی او تر څو شېبې مخکې پورې په مشرانو جرګه کې ډيموکراتانو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي خو جمهوريتیانو ۴۴. همداراز د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو د ۱۳۹ څوکیو په بدل کې ډیموکرات ګوند ۲۲۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
ویډیو, د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور عبدالرحمن محمد السید څوک دی؟, موده 2,25
د ډیموکراټ ګوند نوماند عبدالرحمن السید د میشیګن ایالت د استازیتوب لپاره د امریکا د مشرانو جرګې څوکۍ وګټله. نوموړي خپل جمهوريپال سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړه او د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان په توګه د مشرانو جرګې یا سنا غړیتوب ترلاسه کړ. نو عبدالرحمن السید څومره پېژنئ؟
په امریکا کې د نژدې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د امریکایۍ محکمې پرېکړه
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي. د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخامخ دی
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د ولسي جرګې (استازو جرګې) او مشرانو جرګې (سنا) دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.
د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږي؟ ولې یې منځمهاله ټاکنې بولي؟
په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.
امریکا کې منځمهاله ټاکنې؛ د ټرمپ د دورې پاتې موده کې به څوک د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي؟
د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایې ورکولو ورځ ده. میلیونونه امریکایان د دې ټاکلو لپاره رایې کاروي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو پر مهال به د کانګرېس کنټرول د کوم ګوند په لاس کې وي.
امريکا د ایران پر قشم ټاپو محدود بريدونه کړي
امريکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، امريکا د هرمز تنګي په قشم ټاپو هوايي بريدونه کړي دي. د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په دغه ټاپو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د فوټبال اسیا جام سیالۍ پر سعودي د بریدونو له کبله وځنډول شوې
د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي. د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.
برېتانيا ته په کوچنیو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي به د دايمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو انتظار کوي
د برېتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پر دوشنبه (نومبر دويمه) د خپل هېواد پارلمان ته د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانينو کې د وړانديز شويو بدلونونو نور جزئيات وړاندې کړل. هغې وويل، هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې او پر خطرناکو لارو برېتانيا ته راځي او نه کار کوي او نه هم زدکړې، د دايمي استوګنې (Permanent Residency) د ترلاسه کولو لپاره به تر ۳۰ کلونو انتظار کوي.
ویډیو, ولې تل د امریکا ټاکنې په سېشنبه کېږي؟, موده 1,07
ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
د ارواح لیدل او د هغوی حضور احساسول: موږ ولې غیرطبیعي شیان تجربه کوو؟
د لرغوني بینالنهرین له هغو کیسو رانیولې چې پکې ویل کېدل به د مړو روحونه د خپلو ژوندیو خپلوانو پاملرنې ته اړتیا لري، د چارلس ډیکنز د "کرسمس یوې نغمې" تر ناول پورې، انسانان د ارواو د کیسو اوږد تایخ لري. خو له روحونو سره زموږ لېوالتیا ولې دوام موندلی؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر ۵ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
واورئ, غرمني خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث ۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۶:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر ۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































