افغانستان کې د شکرې ناروغي د ډېرېدو اندېښنې

شکرې ناروغي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د نړیوالو روغتیايي ټولنو اټکلونه ښيي، په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه کسان د شکرې ناروغي لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، تېر کال په شکرې اخته نژدې شل زره کسان دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره ورغلي وو.

د رسمي شمېرو له مخې ټوله نړۍ کې له اته سوه میلیونه ډېر خلک په دغه رنځ اخته دي او په اټکلیز ډول هر کال د نژدې دوه میلیونه کسانو د مړینې لامل ګرځي.

دغه ناروغي دوه ډوله لري چې نن سبا یې دویم بڼه په کې بدن یا خو کافي انسولین نه جوړوي او یا یې د تولید شويو انسولینو اغېز د بدن پر حجرو کې پیکه وي، دې حالت عامې روغتیا ته لوی سرخوږی جوړ کړی.

د افغانستان د سوېل لوېدیځ نیمروز ولایت اوسېدونکي محمد عمر اڅکزي له بي بي سي سره په خبرو کې په خپله سیمه کې د شکرې د یوه ناروغ کیسه کوي. هغه وايي، "د دې کس پښه یې لومړی له بېډۍ سره پرې کړې وه، وروسته تر بېډۍ پورته تر زنګون لاندې برخې هډوکی هم تور شو، چې زنګانه پورې یې بیا پښه ور پرې کړه. موږ داسې ډېر ناروغان لرو چې د شکرې ناروغۍ له امله یې یا لاسونه او یا هم پښې پرې شوې دي."

ښاغلی اڅکزی د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

دا د یوې عامې ناروغۍ یوه بېلګه ده چې د افغانستان په ټولو سیمو کې یې ناورغان لیدل کېږي.

د نړیوالو روغتیایي ادارو د معلوماتو له مخې افغانستان کې دغه ناورغي د شلو او ۷۹ کلونو ترمنځ لویانو کې په چټکۍ پر مخ روانه ده.

په دې منځ کې د شکرې نړیوال فدراسیون د وړم کال شمېرې ښيې چې په دغه هېواد کې نژدې دوه میلیونه خلک د شکرې ناروغي لري، چې د ټولو بالغو کسانو نژدې یوولس سلنه جوړوي.

دغه فدراسیون د افغانستان د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ټولنې، ډبلیو اېچ او، د وروستیو کلونو د شمېرو پر بنسټ لیکي، که حالت همداسې روان وي نو ښایي دا شمېرې تر ۲۰۵۰ زېږدیز کاله نژدې پنځو میلیونو کسانو ته لوړه شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت په دې اړه د سږ کال شمېرې نه دي شرېکې کړې خو تېر کال یې ویلي و، په دې موده کې یې د شکرې ناروغانو ته یې نژدې ۲۰ زره بستر خدمات وړاندې کړي دي. دا یوازې هغه ناروغان دي چې دولتي روغتونونو ته ورغلي وو.

Skip content and continue reading

End of content

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره د شته امکاناتو په اړه هم معلومات نه دي خپاره کړي، خو عام خلک وایي، په کور دننه یې د درملنې امکانات کم او هغوی یې چې وس لري بهرنیو هېوادونو لکه هند، ایران او نورو ته پسې ځي.

د شکر ناروغۍ نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۱۴مه لمانځل کیږي.

د شکرې ناروغۍ نړیوال فدراسیون د دې ناروغۍ د ډېروالي یو مهم لامل دا بولې چې له اویا سلنې ډېر ناروغان تر ډېره وخته له خپلې ناروغۍ خبر نه وي.

نور لاملونه یې د وزن ډېروالی او چاغښت، کم فزیکي فعالیت، ناسالم خواړه، د عمر زیاتوالی، د وینې لوړ فشار او ارثي عوامل بولي.

ځکه یې په لاملونو د پوهېدو او په وخت له ناورغۍ نه د خوندي پاتې کېدو لپاره په عامه پوهاوي ټينګار کېږي.

د روغتیا پالانو په وینا که دا کارونه ونه شي، دا ناروغي په سخت حالت کې د ناورغ د ړندېدو، د پښتورګو د له منځه تلو، د ټپونو د نه رغېدو، مغزي سکتې، د بدن د غړو لکه لاسونو او پښو پرې کېدو او زړه حملې لامل کېدای شي.

د شکرې له دویمې بڼې چې ډېره پراخه ده، د ځان ساتنې لپاره ډاکټران خپلې سپارښتنې لري.

ډاکټر باز محمد شیرزاد یې په اړه وایي: "که په افغانستان یا د نړۍ په هر ګوټ کې وي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ښه کار دا دی، کوم خواړه چې د شکرې ناروغۍ په ډېرېدو کې رول لري، لکه د غوړیو او زیاتو خوږو خوړل کنټرول کړي. دوی باید په منظم ډول له نیم تر یوه ساعته تمرینونه وکړي. دغه راز خپل معاینات وخت په وخت بشپړ کړي."

شکره ناروغي په ټوله نړۍ کې ډيره ده نو ځکه خو ملګرو ملتونو د نومبر ۱۴مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ نومولې.

د شکرې ناورغۍ نړیوال فدراسیون د شمېرو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې له اته سوه میلیونو ډېر خلک له دغه رنځه کړېږي.