ټرمپ، پوتین او شي جین پینګ ګډه ناسته کوي

ټرمپ، پوتین او شي
د عکس تشریح، د نړۍ دا ځواکمن مشران داسې مهال سره ګوري چه په سیمه ییزه او نړیواله کچه کېچونه پراخ شوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د سپینې ماڼۍ په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ ښايي راتلونکې اوونۍ په چین کې د یوې غونډې پر مهال وګوري.

تمه ده چې دا لیدنه د چین د شېنژن ښار کې د اسیا - پاسیفیک اقتصادي همکاریو (APEC) د مشرانو د غونډې په څنډو کې ترسره شي، هغه غونډه چې ډونلډ ټرمپ به هم په کې ګډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ به په دې لیدنه کې د اټومي وسلو د کمولو په ګډون پر بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي. د ایران موضوع هم ښايي د بحث یو د پام وړ ټکی وي، خو داسې نه برېښي چې د اوکراین مسئله به د دې لیدنې مهمه برخه وي.

امریکايي چارواکي وايي چې له دې لیدنې د کومې سترې هوکړې تمه نه کېږي. خو د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز خبریالانو ته ویلي چې په اجنډا کې یو څه چې مهم دي، په نړۍ کې د اټومي وسلو د شمېر کمول دي.

ټرمپ به د پنجشنبې پر ورځ له شي جین پینګ سره جلا دوه اړخیزه لیدنه هم ولري.

په ۲۰۲۵ کال کې د ولسمشر په توګه له بیا واک ته رسېدو وروسته، دا به د دواړو مشرانو څلورمه مخامخ لیدنه وي.

د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول مهم تړون د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېدلی و. ملګرو ملتونو پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې ژر تر ژره د نوي تړون په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

چین او روسیې تر اوسه د دې احتمالي درې اړخیزې ناستې رسمي پخلی نه دی کړی، خو روسي چارواکو مخکې د داسې یوې لیدنې شونتیا ته اشاره کړې وه.

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې هغه د داسې نوي تړون غوښتونکی دی چې چین هم په کې ور ګډ وي، په داسې حال کې چې چین په وروستیو کلونو کې خپلې اټومي زېرمې پراخې کړې دي.

د چین دولتي رسنیو د جمعې پر ورځ راپور ورکړی و چې ولسمشر شي جین پینګ به د ایپیک غونډې په څنډه کې په یو شمېر دوه اړخیزو لیدنو کې ګډون وکړي، خو د دې درې اړخیزې غونډې یادونه په کې نه وه شوې.

بلخوا، د روسیې دولتي خبري اژانس تاس روانه میاشت راپور ورکړی و چې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، د دې ډول غونډې د جوړېدو په اړه "مثبتې نښې" لیدل کېږي.

د درې سرو ځواکمنو مشران د راتلونکې ناستې او لیدنې خبر داسې مهال مخې ته راځي چې په سیمه ییزه اونړیواله کچه کړکېچونه او ترینګلتیا ډېره شوې ده. په منځني ختیځ، په ځانګړې ډول د ایران جګړې له لویه سره د نړۍ پر اقتصاد ګوزار کړی.