BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټاکنو پایلې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره څه معنا لري؟
ډیموکرات ګوند د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې دواړه ګټلي او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره یې د کانګرس کنټرول خپل کړی دی. د امریکا په سیاسي وضعیت کې دا پراخ بدلون د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه ستره سیاسي ماتې ګڼل کېږي. نوموړي منلې چې په ایران کې جګړې او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي د جمهوريپال ګوند د ګڼو نوماندانو په ماتې کې ونډه لرلې ده.
"کانګرس به د ټرمپ له کنټروله وتلې اداره مهار کړي"
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د دېموکرات ګوند له بریا وروسته په استازو جرګه کې د دېموکراتانو مشر حکیم جفریز اعلان کړی چې د دې جرګې ریاست ته ځان نوموي. هغه دمګړۍ په دې جرګه کې د اقلیت مشري کوي. که نوموړی بریالی شي، نو د امریکا په تاریخ کې د استارو جرګې لومړنی تورپوستی رییس وي. دمګړۍ جمهوريپال مایک جانسن د استازو جرګې رییس دی. د استازو جرګې رییس د امریکا د ولسمشرۍ د واک په لړۍ کې د مرستیال ولسمشر وروسته درېیم ځای لري.
افغانستان بنګله دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې خپلو بنګلهدېشي همزولو ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه. د افغانستان تنکیو ځوانانو لومړی توپ وهنه کړې او بنګله دېش ته د ۲۳۲ منډو هدف ټاکلی و.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولا کوټ ښار کې د امنیتي ځواکونو او د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې د غړو ترمنځ نښتو کې ډزې تبادله شوې دي. د لومړنیو رپوټونو له مخې په ډزو کې د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې یو شمېر غړي ټپي شوي دي، خو دقیق شمېر یې ځکه معلوم نه دی، چې ویل کېږي ټپیان روغتون ته نه دي لېږدول شوي. د جمو کشمیر ګډ ولسي عمل کمېټه یو سیاسي-ټولنیز سازمان دی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان تر واک لاندې کې د حکومت خلاف ګڼ احتجاجونه کړي دي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړ
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی. د رایو شمېر لا هم روان دی او تر څو شېبې مخکې پورې په مشرانو جرګه کې ډيموکراتانو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي خو جمهوريتیانو ۴۴. همداراز د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو د ۱۳۹ څوکیو په بدل کې ډیموکرات ګوند ۲۲۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
ویډیو, د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور عبدالرحمن محمد السید څوک دی؟, موده 2,25
د ډیموکراټ ګوند نوماند عبدالرحمن السید د میشیګن ایالت د استازیتوب لپاره د امریکا د مشرانو جرګې څوکۍ وګټله. نوموړي خپل جمهوريپال سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړه او د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان په توګه د مشرانو جرګې یا سنا غړیتوب ترلاسه کړ. نو عبدالرحمن السید څومره پېژنئ؟
په امریکا کې د نژدې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د امریکایۍ محکمې پرېکړه
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي. د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخامخ دی
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د ولسي جرګې (استازو جرګې) او مشرانو جرګې (سنا) دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.
د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږي؟ ولې یې منځمهاله ټاکنې بولي؟
په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
امریکا کې منځمهاله ټاکنې؛ د ټرمپ د دورې پاتې موده کې به څوک د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي؟
د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایې ورکولو ورځ ده. میلیونونه امریکایان د دې ټاکلو لپاره رایې کاروي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو پر مهال به د کانګرېس کنټرول د کوم ګوند په لاس کې وي.
د فوټبال اسیا جام سیالۍ پر سعودي د بریدونو له کبله وځنډول شوې
د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي. د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.
برېتانيا ته په کوچنیو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي به د دايمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو انتظار کوي
د برېتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پر دوشنبه (نومبر دويمه) د خپل هېواد پارلمان ته د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانينو کې د وړانديز شويو بدلونونو نور جزئيات وړاندې کړل. هغې وويل، هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې او پر خطرناکو لارو برېتانيا ته راځي او نه کار کوي او نه هم زدکړې، د دايمي استوګنې (Permanent Residency) د ترلاسه کولو لپاره به تر ۳۰ کلونو انتظار کوي.
ویډیو, ولې تل د امریکا ټاکنې په سېشنبه کېږي؟, موده 1,07
ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۶ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۵ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۵ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۵ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































