کرېکټ: هند پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام ۱۹ کلنو اتلولي وګټله

کرېکټ ۱۹ کلنو
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند تر ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې په یوه خورا په زړه پورې پایلوبه کې پاکستان ته د لوبې په وروستي توپ او یوازې د یوې وېکټې په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام اتلولي یې خپله کړه.

د اسیا کرېکټ شورا د تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د اسیا جام دا برخلیک ټاکونکې پایلوبه د نومبر پر ۱۴مه د عمان د "العامرات" کرېکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۳۳۸ منډو ستر هدف وټاکه. د پاکستان په ګټه عثمان خان په ۱۱۱ توپونو د ۱۱ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

تر هغه وروسته عبدالقادر په ۵۴ توپونو د ۸ شپږیزو پر مټ ۸۰ چټکې منډې او لوبډلمشر فرحان یوسف ۶۳ منډې وکړې. د هند له لوري په توپ اچونه کې کاویا پرېش پټېل ۴ او چیګوروپاتي وېنکاټا ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

د ۳۳۸ منډو د دغه ستر هدف په ځواب کې، د هند لوبډلمشر لکشیا رایچنداني ۸۰ او اریاویر سهواګ ۵۸ منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې پیاوړی پیل ورکړ، چې وروسته منال چوهان هم په ۳۲ توپونو ۴۷ منډې پرې ورزياتې کړې.

که څه هم د پاکستان توپ اچوونکو، په ځانګړي ډول رضوان الله په ۳ او نقاب شفیق په ۲ وېکټو اخیستو لوبه تر وروستیو شېبو سخته کړه او د هند ۹ لوبغاړي یې وسوځول، خو په وروستیو شېبو کې موهیت اولوا یوازې په ۲۶ توپونو د ۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او له چیګوروپاتي وېنکاټا سره یو ځای یې، چې ۱۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې، د ۵۰م اور په وروستي توپ خپله لوبډله ۳۳۸ منډو هدف او یوې تاریخي بریا ته ورسوله.

د دغې لوبې په پای کې موهیت اولوا د خپلې برخلیک ټاکونکې توپوهنې له امله د پایلوبې غوره لوبغاړی او اریاویر سهواګ د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.

د هند لوبډلې تر دې پایلوبې وړاندې په نیمه پایلوبه کې د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په هغې لوبه کې افغان ځوانانو لومړی توپوهنه کړې وه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۷ منډې جوړې کړې وې؛ خو هندۍ لوبډلې د ۲۲۸ منډو هدف د ۳۷م اور په پنځم توپ د یوازې ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړی و او د ۷۹ توپونو او ۸ وېکټو په توپیر یې پایلوبې ته لار موندلې وه.

د هند لوبډلمشر لکشیا رایچنداني تر لوبې وروسته وویل، موږ پر خپلو وړتیاوو باور درلود چې دا هدف پوره کړو. ځکه د هغه په وینا ویشتنځای د توپوهنې لپاره ښه مناسب و. رایچنداني زیاتوي، موږ داسې لوبه کوله چې ګواکې ۱۱ واړه لوبغاړي مو توپ وهونکي وو.

د پاکستان لوبډلمشر فرحان یوسف هم وویل، دوی یو ښه هدف وټاکه، خو هند خورا غوره کرکټ وکړ. فرهان زیاتوي "زموږ توپ اچونه بې نظمه وه، چې له امله یې هند وتوانید هدف پوره کړي".