BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی
په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېلپيجي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګازو بیې دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند او کاروبار یې ټکنی کړی دی.
امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې "تر ۲۰ میلیونه ډالرو" انعام ټاکلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې عامه غوښتنې له لارې د هغو کسانو، تاسیساتو او ټکنالوژۍ په اړه، چې د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.
یو هندی فلم چې هېچا نه خپراوه، بالاخره بریالی شو او ۱۸ جايزې یې ګټلې دي
د پیارې په نامه د یوه داسې هندي فلم کيسه چې د يوې عمر خوړلې جوړې پر مينه، يوازيتوب او ژوند راټول دی له دوه کلن اوږد انتظار وروسته هند کې نندارې ته وړاندې شوې او په ټول هېواد کې د فلم پوهانو او ليدونکو د ستاينې او هرکلي وړ ګرځېدلی دی.
کرېکټ: له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې درېيمې ورځې تر پایه افغانستان ۴۰۲ منډې وکړې
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبې درېیمې ورځې تر پايه افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰۲ منډې وکړې. صدیق الله اتل او رحمان الله ځدراڼ دواړو سليزې بشپړې کړې. افغان لوبډلمشر رحمت شاه رزمتي ۹۴ منډې وکړې او په څلورمه ورځ به توپوهنې ته دوام ورکوي.
پاکستانی ستورمزلی د چین فضايي ماموریت له ډلې سره فضا ته ځي
د چین د انسانوړونکو فضايي الوتنو ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان یو ستورمزلی به د دغه هېواد د راتلونکي فضايي ماموریت په ترڅ کې د لومړي بهرني وګړي په توګه د چین فضايي تمځای ته سفر وکړي. پاکستان او چین نژدې ډیپلوماتیک او ستراتیژیک متحدان دي. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د چین حکومت د پاکستاني ستورمزلو د روزنې پروګرام پیل کړي.
له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو اسیا جام: افغانستان مالیزیا ته په لس وېکټو ماته ورکړه
د افغانستان د کرېکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ځوانانو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ماته وکړه. د افغانستان د پيل توپ وهونکو عابدالله عابد او فریدالله احساس د مالیزیا لخوا د ۴۳ منډو ورکړ شوی هدف یوازې په درېیو اوورونو کې پوره کړ، داسې چې ۲۸۲ توپونه اضافه پاتې شول.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی: داعش خراسان څانګه په بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوې ده
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف خبرداری ورکړی چې د "داعش" (خراسان) څانګې په افغانستان کې بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی او د تبلیغاتو او کسانو د جلب او جذب لپاره له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي. د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ویلي چې "داعش" د اړیکو، تمویل او فکري انحراف لپاره له ټیلیګرام او ټیکټاک استفاده کوي.
پاکستان وايي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د امریکا هغه طرحه څېړي چې له مخې به یې دغه کډوال د پاکستان له لارې ولېږدول شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز څېړي چې له مخې یې افغان وګړي د پاکستان له لارې وایستل شي. د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده او ټول اړخونه یې په دقت سره ارزول کېږي. د امریکا یوې فدرالي محکمې د سېشنبې په ورځ د ټرمپ د حکومت هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې غوښتل لسګونه افغان کډوال افغانستان ته وشړي.
ملګري ملتونه: افغانستان د انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري خو اوس پر وارداتي برېښنا متکي دی
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي) وايي، افغانستان دمګړۍ خپله له ۸۰ سلنې زیاته برېښنا له بهره واردوي، چې کلنی ارزښت یې ۲۸۰ میلیون ډالرو ته رسېږي. دې ادارې په وروستیو خپرو کړو شمېرو کې ویلي، افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دی، خو پخپله د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري. د دغه ظرفیت اندازه له ۲۲۵ ګېګاواټه زیاته اټکل شوې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ویډیو, د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ته نومانده لانا نسیبه څوک ده؟ , موده 3,25
د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټې لانا نسيبه د انتونیو ګوترېش د ځایناستې کېدو سیالۍ ته ننوتې ده. د ګوترېش کاري دوره د ۲۰۲۶ کال په پای کې پای ته رسېږي.
ایا له ماشین فتوا وغواړو؟ اسلامي فقه کې د مصنوعي ځیرکتیا د حدودو په اړه بحث
داسې ښکاري چې په عربي او اسلامي نړۍ کې د ډېرو متخصصینو ترمنځ په دې اړه عمومي توافق شته چې د مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې باید د حیرانتیا او شېفتګۍ له پړاو څخه د هغې د پراختیا په بهیر کې د فعال ګډون پړاو ته واوښتل شي. په ورته وخت کې باید داسې چوکاټونه جوړ شي چې د دې ټکنالوژۍ کارونې تنظیم او حدود یې مشخص کړي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټاکنو پایلې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره څه معنا لري؟
ډیموکرات ګوند د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې دواړه ګټلي او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره یې د کانګرس کنټرول خپل کړی دی. د امریکا په سیاسي وضعیت کې دا پراخ بدلون د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه ستره سیاسي ماتې ګڼل کېږي. نوموړي منلې چې په ایران کې جګړې او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي د جمهوريپال ګوند د ګڼو نوماندانو په ماتې کې ونډه لرلې ده.
ویډیو, د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور عبدالرحمن محمد السید څوک دی؟, موده 2,25
د ډیموکراټ ګوند نوماند عبدالرحمن السید د میشیګن ایالت د استازیتوب لپاره د امریکا د مشرانو جرګې څوکۍ وګټله. نوموړي خپل جمهوريپال سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړه او د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان په توګه د مشرانو جرګې یا سنا غړیتوب ترلاسه کړ. نو عبدالرحمن السید څومره پېژنئ؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۸ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































