BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • قشم ټاپو

    ایران وایي، په قشم ټاپو کې هوايي بریدونه شوي

    د هرمزګان ولایت سیاسي او امنیتي‌ مرستیال احمد نفیسي ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو قشم کې پر څو محدودو ځایونو بریدونه کړي، خو ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی. هغه ادعا کړې چې دغه بریدونه د استوګنې او سوداګرۍ له سیمو بهر شوي او له همدې کبله پکې د دغه ټاپو "مهمو او خدماتي تاسیساتو" ته څه زیان نه دی اوښتی. په ایران کې د تېرې شپې له بریدونو سره هممهاله د عراق په کورواکه کردستان کې هم د ګازو د استخراج پر تر ټولو لوی میدان د ډرون د مشکوک برید رپوت ورکړ شوی دی.

  • کرېکټ

    له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو اسیا جام: افغانستان شري‌لنکا ته د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه

    د کرېکټ له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان او شري‌لنکا د تنکیو ځوانانو ترمنځ‌ لوبه روانه ده. د کرېکټ دا یو ورځنۍ سیالۍ د عمان د مسقط په العامره ښار کې کېږي.

  • ریاض

    د سعودي پلازمېنه کې د تېلو شرکت ارامکو پر ودانۍ هوايي برید شوی

    د فرانسې خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي چې د سعودي پلازمېنې ریاض په مالي سیمه کې د هوايي بریدونو له امله د تېلو شرکت 'ارامکو' ودانۍ زیانمنه شوې ده. یو شاهد د پاچا عبدالله په نامه مالي سیمې ته په اشارې وویل: ''هغه څه چې یقیني دي، دا دي چې په دې سیمه کې د ارامکو برج (ټاور) په نښه شوی دی.'' د سعودي خبري اژانس (واس) د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې وايي، د ارامکو په ریاض ښار کې د ارامکو یوه اداري ودانۍ د برید د هڅې هدف ګرځېدلې وه، چې له امله یې د توغندیو ځینې پاتې شوني پر ودانۍ لوېدلي دي.

  • کابل ښار

    په افغانستان کې ترافیکي پېښې؛ لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي په لغمان، سمنګان او غور ولایتونو کې د څلورو جلا ترافيکې پېښو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، مړه شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.

  • کرېکټ

    کرېکټ؛ زېمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د څلورمې ورځې تر پايه د دريو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې کړې

    د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبې درېیمې ورځې تر پايه افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰۲ منډې وکړې. صدیق الله اتل او رحمان الله ځدراڼ دواړو سليزې بشپړې کړې. افغان لوبډلمشر رحمت شاه رزمتي ۹۴ منډې وکړې او په څلورمه ورځ به توپوهنې ته دوام ورکوي.

  • په خپرو شویو تصویرونو کې ماشومان هم لیدل کېږي، چې په ټپیانو کې نژدې روغتون ته لېږدول کېږي.

    یمن کې حوثیان وايي، د سعودي هوايي برید کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي

    د یمن له حوثي غورځنګ اړوند رسنۍ وايي، د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

  • ګادي ایزنکوټ

    د اسرائیل ولسمشر ګادي ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله

    اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرتسوګ د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ګادي ایزنکوټ ته د نوي حکومت جوړولو ماموریت سپارلی. ټاکل شوې چې ده ته د ماموریت چارې رسماً د یکشنبې په ورځ ورکړل شي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یو اصلي سیاسي ائتلاف ونه توانېد د پارلمان لازم اکثریت ترلاسه کړي.

  • ایل پی جی

    پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی

    په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېل‌پي‌جي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګازو بیې دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند او کاروبار یې ټکنی کړی دی.

  • تهران کې د ایران د اټومي پروګرام اړوند یوه اعلاني انځوریزه دړه

    امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې "تر ۲۰ میلیونه ډالرو" انعام ټاکلی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې عامه غوښتنې له لارې د هغو کسانو، تاسیساتو او ټکنالوژۍ په اړه، چې د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • پر سعودي عربستان د حوثیانو برید
  • GAZA WEDDING
  • china astronaut
  • An Iraqi woman with her newly born baby
  • هلمندی
  • عبدالحق وثیق
  • Keyframe #7
  • مسلمان نوماندان
  • Keyframe #1
  • احمد السید
  • ABDUL EL SAED

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر ۹ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده

    برنامه نظر و تحلیل شنوندگان

  • واورئ, غرمني خبرونه ۹ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر ۸ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي