BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د اللهداد فدايي د "اعترافاتو" ویډیو: د "افغانستان متحدې جبهې" د ده د نیول کېدو خبر تایید کړی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو د جمهوریت مهال د یوه نیول شوي پوځي چارواکي 'الله داد فدايي' د "اعتراف" یوه ویډیو خپره کړې ده. هغه په دې تازه خپره شوې ویډيو کې چې ظاهرا د طالبانو د حکومت په بند کې ثبت شوې، "اعتراف" کړی چې د طالبانو حکومت د یوې مخالفې ډلې (د افغانستان متحدې جبهې) په همکارۍ یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د "همغږو بریدونو پلان جوړ کړی و". د دې ډلې مشري د جمهوریت د مهال د ځانګړو ځواکونو یو قومندان جنرال سمیع سادات کوي، چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په امریکا کې مېشت دی. بيبيسي په خپلواک ډول دا نه شي ویلی، چې ښاغلی فدايي اوس چېرته ساتل کېږي او دا اعتراف ترې په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.
افغانستان د ۱۹ کلنو اسيا جام نیمه پايلوبې ته ووت
د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا جام سياليو کې شري لنکا ته د ۱۰۶ منډو په لوی توپير ماته ورکړه او د دغه سياليو نیمه پايلوبې ته ووته. د کرېکټ دا یو ورځنۍ سیالۍ د عمان د مسقط په العامره ښار کې کېږي. د نننۍ لوبې پچه د شريلنکا لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړې یې وکړه. افغان لوبډلې په ۴۹ اوور کې د وروستي لوبغاړي تر سوځېدو پورې ۲۷۵ منډې وکړې او شريلنکا ته یې د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه.
په خپلمنځي جنجال کې ولې ځينې د یوه بل مور او خور ته ښکنځلې کوي؟
داسې وانګېرئ چې د دوو کسانو ترمنځ په څه خبره جنجال دی او لفظي شخړه سره کوي. یو وخت د دواړو خبرې دومره توندېږي چې یوه بل ته ښکنځل پیلوي. په ښکنځلو کې به دواړه د یوه بل د کورنیو هغو ښځو ته بدرد ویل پیل کړي چې د دوی ترمنځ لانجې یا شخړې سره هېڅ سروکار نه لري.
کرېکټ؛ د افغانستان او زېمبابوې ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لومړنۍ سيالي مساوي پایته ورسېده. دا لوبه چې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه، پچه یې زېمبابوې ګټلې وه او په لومړنۍ پاڼۍ کې یې ۵۰۴ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان ۵۱۴ منډې جوړې کړې.
ایران وایي په قشم ټاپو کې هوايي بریدونه شوي
د هرمزګان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال احمد نفیسي ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو قشم کې پر څو محدودو ځایونو بریدونه کړي، خو ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی. هغه ادعا کړې چې دغه بریدونه د استوګنې او سوداګرۍ له سیمو بهر شوي او له همدې کبله پکې د دغه ټاپو "مهمو او خدماتي تاسیساتو" ته څه زیان نه دی اوښتی. په ایران کې د تېرې شپې له بریدونو سره هممهاله د عراق په کورواکه کردستان کې هم د ګازو د استخراج پر تر ټولو لوی میدان د ډرون د مشکوک برید رپوت ورکړ شوی دی.
په هند کې د رڼاګانو جشن: یوه تیاره شپه په ډېوو رڼا کېږي
په هند کې میلیونونه خلک دیوالي نمانځي، چې د هندوانو د رڼاګانو مشهور جشن دی. په همدې مناسبت کورونو، معبدونو، دفترونو او لارو کوڅو کې د تېلو څراغونه یا ډېوې بلوي، چې د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا سمبول ګڼل کېږي. د دیوالي جشن د هندوانو لمریز کال د 'کارتیک' میاشتې په تر ټولو تیاره شپه ترسره کېږي، هغه شپه چې تروږمۍ وي او سپوږمۍ په اسمان کې نه ښکاري. که څه هم د دیوالي دودونه د هند په بېلابېلو سیمو او ټولنو کې توپیر لري، خو دا جشن معمولاً د دعا، کورنیو غونډو، د خوږو د تبادلې او د اورلوبو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.
د سعودي پلازمېنه کې د تېلو شرکت ارامکو پر ودانۍ هوايي برید شوی
د فرانسې خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي چې د سعودي پلازمېنې ریاض په مالي سیمه کې د هوايي بریدونو له امله د تېلو شرکت 'ارامکو' ودانۍ زیانمنه شوې ده. یو شاهد د پاچا عبدالله په نامه مالي سیمې ته په اشارې وویل: ''هغه څه چې یقیني دي، دا دي چې په دې سیمه کې د ارامکو برج (ټاور) په نښه شوی دی.'' د سعودي خبري اژانس (واس) د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې وايي، د ارامکو په ریاض ښار کې د ارامکو یوه اداري ودانۍ د برید د هڅې هدف ګرځېدلې وه، چې له امله یې د توغندیو ځینې پاتې شوني پر ودانۍ لوېدلي دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې؛ لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي په لغمان، سمنګان او غور ولایتونو کې د څلورو جلا ترافيکې پېښو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، مړه شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
یمن کې حوثیان وايي، د سعودي هوايي برید کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي
د یمن له حوثي غورځنګ اړوند رسنۍ وايي، د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د اسرائیل ولسمشر ګادي ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله
اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرتسوګ د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ګادي ایزنکوټ ته د نوي حکومت جوړولو ماموریت سپارلی. ټاکل شوې چې ده ته د ماموریت چارې رسماً د یکشنبې په ورځ ورکړل شي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یو اصلي سیاسي ائتلاف ونه توانېد د پارلمان لازم اکثریت ترلاسه کړي.
پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی
په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېلپيجي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګازو بیې دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند او کاروبار یې ټکنی کړی دی.
امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې "تر ۲۰ میلیونه ډالرو" انعام ټاکلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې عامه غوښتنې له لارې د هغو کسانو، تاسیساتو او ټکنالوژۍ په اړه، چې د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.
یو هندی فلم چې هېچا نه خپراوه، بالاخره بریالی شو او ۱۸ جايزې یې ګټلې دي
د پیارې په نامه د یوه داسې هندي فلم کيسه چې د يوې عمر خوړلې جوړې پر مينه، يوازيتوب او ژوند راټول دی له دوه کلن اوږد انتظار وروسته هند کې نندارې ته وړاندې شوې او په ټول هېواد کې د فلم پوهانو او ليدونکو د ستاينې او هرکلي وړ ګرځېدلی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۹ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۹ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۹ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































