BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  •  کارگران افغان در حال استخراج طلا

    له بدخشانه تر هراته د سرو زرو یوه لړۍ؛ د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت څومره دی؟

    د افغانستان د طبیعي سرچینو ارزښت، له نفتي او ګازي زېرمو نیولې تر فلزي کانونو او نورو منرالونو ، له ۳ ټریلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی. افغانستان له کلونو د کمزوري اقتصاد، خو د شتمنو طبیعي سرچینو لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي؛ هغه سرچینې چې لویه برخه یې لا هم نه ده استخراج شوې او د اصلي حجم او ارزښت په اړه یې بېلابېل اټکلونه شته. د دې لپاره چې د دغه هېواد د کانونو او زېرمو ارزښت ښه درک کړو، په ساده توګه ویلی شو: که افغانستان ۳ ټریلیون ډالرو ته لاسرسی ولري او د دولت عادي او انکشافي بودیجه په کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره وي، نو دا هېواد به تر نږدې ۳۰۰ کلونو هېڅ بهرنۍ مرستې ته اړتیا ونه لري.

  • Armed officers at a police stop

    د ایران په ملاتړ درې تنه اروپا او امریکا کې پر بریدونو تورن شوي

    د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ایران له ملاتړه برخمنو درېیو کسان په رسمي ډول تورن شوي چې د بریدونو تکل یې درلوده. دغه وزارت ادعا کوي چې یاد کسان په امریکا او اروپا کې د ځينو دسیسو او بریدونو په طرحه کولو کې ښکېل وو. د عدلیې وزارت ویلي چې ایراني اجنټانو په دې وروستیو کې "په بریتانیا کې د هوايي ځواک په یوه اډه کې یوه ترهګریزه دسیسه تنظیم کړې وه"

  • امریکا کې افغان کډوال

    د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کومې هڅې پیل کړې؟

    د امریکا کانګرېس د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو هڅې پیل کړي، چې په امریکا کې د مېشتو افغان کدوالو او پناه غوښتونکو لپاره د لنډمهاله قانوني خوندیتوب حیثیت (ټي پي اېس) بېرته فعال کړي. د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د کولوراډو ایالت استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت استازي سام لیکارډو وروسته له هغه چې د امریکا کانګرېس غړي بېرته واشنګټن ته ستانه شول، د دوشنبې په ورځ د یوه 'ډسچارج پېټیشن' په ثبتولو سره دغه هڅه پيل کړه. دغه پروګرام هغو کډوالو ته اجازه ورکوي چې په امریکا کې تر ۱۸ میاشتو پورې ژوند او کار وکړي، چې اصلي هېوادونه یې د ناامنۍ، جګړو یا نورو بېړنیو شرایطو له امله د خوندي نه ګڼل کېدونکو هېوادونو په توګه نومول شوي وي.

  • زنان افغان

    د "چتم هاوس" جایزه د افغانستان ښځو ته ورکړل شوه

    د افغانستان ښځو د "زړورتیا، ټینګښت او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځورونې پر وړاندې مقاومت" له امله د بریتانیا د شاهي نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ (چتم هاوس) د سږني کال جایزه وګټله. دا جایزه هر کال هغه شخص، اشخاصو یا سازمان ته ورکول کېږي چې د چتم هاوس غړي یې په تېر کال کې د نړیوالو اړیکو د ښه‌والي لپاره تر ټولو اغېزناک وبولي.

  • کرېکټ لوبغاړي

    د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې؛ سکاټلنډ هم له افغانستان سره دوه‌اړخیزې کرېکټ سیالۍ ځنډوي

    د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې اعلان کړی چې له افغانستان سره به د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له رسمي سیالیو پرته نورې لوبې نه تنظیموي. دې ادارې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت او د بشري حقونو د پراخو اندېښنو له امله دا پرېکړه کړې ده. د افغانستان کرېکټ بورډ د دې راپور تر خپرېدو پورې د سکاټلنډ دې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو حکومت له بېرته رسېدو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو ورزش په عملي توګه له منځه تللی دی. همدارنګه، د ښځو زد‌کړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی هم په پراخه کچه محدود شوی دی.

  • الله داد نوري

    د الله‌داد فدايي د "اعترافاتو" ویډیو: د "افغانستان متحدې جبهې" د ده د نیول کېدو خبر تایید کړی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو د جمهوریت مهال د یوه نیول شوي پوځي چارواکي 'الله‌ داد فدايي' د "اعتراف" یوه‌ ویډیو خپره کړې ده. هغه په دې تازه خپره شوې ویډيو کې چې ظاهرا د طالبانو د حکومت په بند کې ثبت شوې، "اعتراف" کړی چې د طالبانو حکومت د یوې مخالفې ډلې (د افغانستان متحدې جبهې) په همکارۍ یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د "همغږو بریدونو پلان جوړ کړی و". د دې ډلې مشري د جمهوریت د مهال د ځانګړو ځواکونو یو قومندان جنرال سمیع سادات کوي، چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په امریکا کې مېشت دی. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا نه شي ویلی، چې ښاغلی فدايي اوس چېرته ساتل کېږي او دا اعتراف ترې په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.

  • په انځور کې د کرکټ دوه ښځینه لوبغاړې لیدل کېږي چې شنې جامې یې اغوستې او تور پړوني یې پر سر دي.

    ولې افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د افغانستان له غوره لیګ سره د بهرنیو لوبغاړو پر یوځای کېدو نیوکه کړې؟

    د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړو پر هغو بهرنیو ورزشکارانو نیوکه کړې چې د افغانستان د غوره لیګ (APL) لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده. هغوی ویلي دا کار نړۍ ته دا پیغام رسوي چې د افغانستان د ښځو کړاوونه او له حقونو محرومیت "په اسانۍ له پامه غورځول کېدای شي."

  • یوې ښځې په حیرانۍ خپل سر په دواړو لاسونو نیولی او سترګې یې راوتلې ښکاري. شاوخوا یې د خلاصو خولو درې عکسونه دي او د پاس یو سور رنګ لاس برېښي.

    په خپل‌منځي جنجال کې ولې ځينې د یوه بل مور او خور ته ښکنځلې کوي؟

    داسې وانګېرئ چې د دوو کسانو ترمنځ په څه خبره جنجال دی او لفظي شخړه سره کوي. یو وخت د دواړو خبرې دومره توندېږي چې یوه بل ته ښکنځل پیلوي. په ښکنځلو کې به دواړه د یوه بل د کورنیو هغو ښځو ته بدرد ویل پیل کړي چې د دوی ترمنځ لانجې یا شخړې سره هېڅ سروکار نه لري.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #6
  • Dana White
  • رباب فاطمه
  • Keyframe #2
  • پر سعودي عربستان د حوثیانو برید
  • GAZA WEDDING
  • china astronaut
  • An Iraqi woman with her newly born baby
  • هلمندی
  • عبدالحق وثیق
  • Keyframe #7
  • مسلمان نوماندان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • A mother carrying her child both smiling while looking at candles, with more candles in the background, during Diwali celebrations

    په هند کې د رڼاګانو جشن: یوه تیاره شپه په ډېوو رڼا کېږي

    په هند کې میلیونونه خلک دیوالي نمانځي، چې د هندوانو د رڼاګانو مشهور جشن دی. په همدې مناسبت کورونو، معبدونو، دفترونو او لارو کوڅو کې د تېلو څراغونه یا ډېوې بلوي، چې د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا سمبول ګڼل کېږي. د دیوالي جشن د هندوانو لمریز کال د 'کارتیک' میاشتې په تر ټولو تیاره شپه ترسره کېږي، هغه شپه چې تروږمۍ وي او سپوږمۍ په اسمان کې نه ښکاري. که څه هم د دیوالي دودونه د هند په بېلابېلو سیمو او ټولنو کې توپیر لري، خو دا جشن معمولاً د دعا، کورنیو غونډو، د خوږو د تبادلې او د اورلوبو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.

  • ګادي ایزنکوټ

    د اسرائیل ولسمشر ګادي ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله

    اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرتسوګ د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ګادي ایزنکوټ ته د نوي حکومت جوړولو ماموریت سپارلی. ټاکل شوې چې ده ته د ماموریت چارې رسماً د یکشنبې په ورځ ورکړل شي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یو اصلي سیاسي ائتلاف ونه توانېد د پارلمان لازم اکثریت ترلاسه کړي.

  • ایل پی جی

    پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی

    په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېل‌پي‌جي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګازو بیې دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند او کاروبار یې ټکنی کړی دی.

  • تهران کې د ایران د اټومي پروګرام اړوند یوه اعلاني انځوریزه دړه

    امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې "تر ۲۰ میلیونه ډالرو" انعام ټاکلی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې عامه غوښتنې له لارې د هغو کسانو، تاسیساتو او ټکنالوژۍ په اړه، چې د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر ۱۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده

    برنامه نظر و تحلیل شنوندگان

  • واورئ, غرمني خبرونه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر ۱۰ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي