BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د پزشکیان او ملا برادر لیدنه

    د طالبانو حکومت به له امریکا سره د ایران په کلابندۍ کې ودرېږی؟

    د امریکا متحده ایالتونو ویلي، د ایران له ګاونډیانو سره په همکارۍ پر دغه هېواد ځمکني بندیزونه پلي کوي. له ایران چاپېره نږدې ټول ګاونډیان یې په یو یا بل ډول له واشنګتن سره نږدې اړیکې یا ستراتیژیکې همکارۍ لري؛ خو په کې یو هېواد استثنا دی: افغانستان. اوس د انګریزي ژبو په اصطلاح، دا "د یو میلیون ډالرو په ارزښت پوښتنه" ده چې د طالبانو حکومت، له ایران سره د پراخو اقتصادي او سیاسي اړیکو او هممهاله امریکا سره د تعامل او پاملرنې ورماتولو ته د اړتیا په ترڅ کې، به څنګه له دې پېچلې معادلې سره چلند وکړي؟

  •  کارگران افغان در حال استخراج طلا

    د افغانستان کوم ولایتونه د کانونو ډېرې زېرمې لري؟

    د افغانستان د طبیعي سرچینو ارزښت، له نفتي او ګازي زېرمو نیولې تر فلزي کانونو او نورو منرالونو ، له ۳ ټریلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی. افغانستان له کلونو د کمزوري اقتصاد، خو د شتمنو طبیعي سرچینو لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي؛ هغه سرچینې چې لویه برخه یې لا هم نه ده استخراج شوې او د اصلي حجم او ارزښت په اړه یې بېلابېل اټکلونه شته. د دې لپاره چې د دغه هېواد د کانونو او زېرمو ارزښت ښه درک کړو، په ساده توګه ویلی شو: که افغانستان ۳ ټریلیون ډالرو ته لاسرسی ولري او د دولت عادي او انکشافي بودیجه په کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره وي، نو دا هېواد به تر نږدې ۳۰۰ کلونو هېڅ بهرنۍ مرستې ته اړتیا ونه لري.

  • افغان لوبغاړی

    ټسټ کرېکټ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه څه تاریخ جوړ کړ؟

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټسټ او یوې ورځنیو سیالیو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د ټست سیالیو د توپوهونکو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته رسېدلی دی. د کرېکټ نړیواله شورا وايي، رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د ټېسټ کرېکټ د درجه‌بندۍ په هره کټګورۍ کې لسو غوره لوبغاړو ته رسېږي.

  • Armed officers at a police stop

    د ایران په ملاتړ درې تنه اروپا او امریکا کې پر بریدونو تورن شوي

    د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ایران له ملاتړه برخمنو درېیو کسان په رسمي ډول تورن شوي چې د بریدونو تکل یې درلوده. دغه وزارت ادعا کوي چې یاد کسان په امریکا او اروپا کې د ځينو دسیسو او بریدونو په طرحه کولو کې ښکېل وو. د عدلیې وزارت ویلي چې ایراني اجنټانو په دې وروستیو کې "په بریتانیا کې د هوايي ځواک په یوه اډه کې یوه ترهګریزه دسیسه تنظیم کړې وه"

  • امریکا کې افغان کډوال

    د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کومې هڅې پیل کړې؟

    د امریکا کانګرېس د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو هڅې پیل کړي، چې په امریکا کې د مېشتو افغان کدوالو او پناه غوښتونکو لپاره د لنډمهاله قانوني خوندیتوب حیثیت (ټي پي اېس) بېرته فعال کړي. د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د کولوراډو ایالت استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت استازي سام لیکارډو وروسته له هغه چې د امریکا کانګرېس غړي بېرته واشنګټن ته ستانه شول، د دوشنبې په ورځ د یوه 'ډسچارج پېټیشن' په ثبتولو سره دغه هڅه پيل کړه. دغه پروګرام هغو کډوالو ته اجازه ورکوي چې په امریکا کې تر ۱۸ میاشتو پورې ژوند او کار وکړي، چې اصلي هېوادونه یې د ناامنۍ، جګړو یا نورو بېړنیو شرایطو له امله د خوندي نه ګڼل کېدونکو هېوادونو په توګه نومول شوي وي.

  • زنان افغان

    د "چتم هاوس" جایزه د افغانستان ښځو ته ورکړل شوه

    د افغانستان ښځو د "زړورتیا، ټینګښت او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځورونې پر وړاندې مقاومت" له امله د بریتانیا د شاهي نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ (چتم هاوس) د سږني کال جایزه وګټله. دا جایزه هر کال هغه شخص، اشخاصو یا سازمان ته ورکول کېږي چې د چتم هاوس غړي یې په تېر کال کې د نړیوالو اړیکو د ښه‌والي لپاره تر ټولو اغېزناک وبولي.

  • کرېکټ لوبغاړي

    د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې؛ سکاټلنډ هم له افغانستان سره دوه‌اړخیزې کرېکټ سیالۍ ځنډوي

    د سکاټلنډ د کرېکټ ادارې اعلان کړی چې له افغانستان سره به د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له رسمي سیالیو پرته نورې لوبې نه تنظیموي. دې ادارې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت او د بشري حقونو د پراخو اندېښنو له امله دا پرېکړه کړې ده. د افغانستان کرېکټ بورډ د دې راپور تر خپرېدو پورې د سکاټلنډ دې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو حکومت له بېرته رسېدو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو ورزش په عملي توګه له منځه تللی دی. همدارنګه، د ښځو زد‌کړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی هم په پراخه کچه محدود شوی دی.

  • په انځور کې د کرکټ دوه ښځینه لوبغاړې لیدل کېږي چې شنې جامې یې اغوستې او تور پړوني یې پر سر دي.

    ولې افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د افغانستان له غوره لیګ سره د بهرنیو لوبغاړو پر یوځای کېدو نیوکه کړې؟

    د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړو پر هغو بهرنیو ورزشکارانو نیوکه کړې چې د افغانستان د غوره لیګ (APL) لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده. هغوی ویلي دا کار نړۍ ته دا پیغام رسوي چې د افغانستان د ښځو کړاوونه او له حقونو محرومیت "په اسانۍ له پامه غورځول کېدای شي."

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #6
  • رحمت شاه
  • Keyframe #6
  • Dana White
  • رباب فاطمه
  • Keyframe #2
  • پر سعودي عربستان د حوثیانو برید
  • GAZA WEDDING
  • china astronaut
  • An Iraqi woman with her newly born baby
  • هلمندی
  • عبدالحق وثیق

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یوې ښځې په حیرانۍ خپل سر په دواړو لاسونو نیولی او سترګې یې راوتلې ښکاري. شاوخوا یې د خلاصو خولو درې عکسونه دي او د پاس یو سور رنګ لاس برېښي.

    په خپل‌منځي جنجال کې ولې ځينې د یوه بل مور او خور ته ښکنځلې کوي؟

    داسې وانګېرئ چې د دوو کسانو ترمنځ په څه خبره جنجال دی او لفظي شخړه سره کوي. یو وخت د دواړو خبرې دومره توندېږي چې یوه بل ته ښکنځل پیلوي. په ښکنځلو کې به دواړه د یوه بل د کورنیو هغو ښځو ته بدرد ویل پیل کړي چې د دوی ترمنځ لانجې یا شخړې سره هېڅ سروکار نه لري.

  • A mother carrying her child both smiling while looking at candles, with more candles in the background, during Diwali celebrations

    په هند کې د رڼاګانو جشن: یوه تیاره شپه په ډېوو رڼا کېږي

    په هند کې میلیونونه خلک دیوالي نمانځي، چې د هندوانو د رڼاګانو مشهور جشن دی. په همدې مناسبت کورونو، معبدونو، دفترونو او لارو کوڅو کې د تېلو څراغونه یا ډېوې بلوي، چې د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا سمبول ګڼل کېږي. د دیوالي جشن د هندوانو لمریز کال د 'کارتیک' میاشتې په تر ټولو تیاره شپه ترسره کېږي، هغه شپه چې تروږمۍ وي او سپوږمۍ په اسمان کې نه ښکاري. که څه هم د دیوالي دودونه د هند په بېلابېلو سیمو او ټولنو کې توپیر لري، خو دا جشن معمولاً د دعا، کورنیو غونډو، د خوږو د تبادلې او د اورلوبو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.

  • ګادي ایزنکوټ

    د اسرائیل ولسمشر ګادي ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله

    اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرتسوګ د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ګادي ایزنکوټ ته د نوي حکومت جوړولو ماموریت سپارلی. ټاکل شوې چې ده ته د ماموریت چارې رسماً د یکشنبې په ورځ ورکړل شي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یو اصلي سیاسي ائتلاف ونه توانېد د پارلمان لازم اکثریت ترلاسه کړي.

  • ایل پی جی

    پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی

    په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېل‌پي‌جي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګازو بیې دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند او کاروبار یې ټکنی کړی دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث ۱۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۶:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر ۱۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي